Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا په افغانستان کې د ترهګرو احتمالي ګواښونو په اړه لا هم اندېښنه لري

کارپوهان: امریکا د خپلو موخو لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو سره دوه اړخیزې اړیکې پالي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/28

که څه هم د امريکا او افغانستان چارواکو ترمنځ په قطر کې د شريکو مسايلو په تړاو بېلابېلې ناستې شوي؛ خو اوس یو ځل بیا د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان په تړاو د سيمې له هېوادونو سره د بحث لپاره يې لوړ پوړی چارواکی پر سفر وتلی دی.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د بهرنيو چارو وزارت په سياسي چارو کې لنډمهالی مرستيال جان باس به په قطر او پاکستان کې د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په تړاو مفصل بحثونه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سفر به د ثور پر اوومه پیل او د دې میاشتې تر ۱۱ مې پورې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« جان بس به د اپریل له ۲۶ تر ۳۰مې قطر او پاکستان ته سفر وکړي.  نومړی به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټانو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي او همدارنګه به له پاکستاني چارواکو سره په سیمه‌يیزو مسایلو او دوه اړخیزه همکاریو بحث ولري.»

په ورته مهال جان بس، چې په کابل کې د ډيپلوماټيک ماموريت په ترسره کولو سره د افغانستان په مسايلو کې تجربه لرونکی امريکایي ډيپلوماټ ګڼل کېږي وايي، د خپل سفر په لړ کې به له قطري او پاکستاني چارواکو سره پر سیمه‌ييزو مسايلو او دوه اړخیزه همکاریو وغږېږي.

جان بس زیاتوي: «زه دوحې او اسلام اباد ته روان یم، چې له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو او زموږ د ګډو سیمه‌ییزو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړم.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له افغانستان سره د چین او روسیې نږدېوالی امریکا دې ته مجبوروي، څو په سیمه کې د خپلو موخو د تعقیب لپاره له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې وپالي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې د نورو هېوادونو د مداخلې د مخنیوي ترڅنګ دې له نړۍ سره سیاسي اړیکې ورغوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « ګاونډي، لرې او نږدې هېوادونه افغانستان ته سفر کوي، لکه د مالیزیا پلاوی راغلی و، د اسلامي کنفرانس پلاوی راغلی و، د قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان هېوادونو پلاوي راغلي وو، چین دلته ډېر فعال دی او امریکا غواړي چې له قافلې وروسته پاتې نه شي، دلته خپل سیاست فعال کړي او د افغانستان په مسایلو کې ځان دخیل وبولي؛ نو همدې لپاره قطر ته راغلی او قطري او پاکستاني چارواکو او د نورو هېوادونو چارواکو سره د افغانستان په تړاو قطر کې ملاقاتونه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځي وايي: « دا د اسلامي امارت مسوولیت دی چې په افغانستان کې حاکم دی نو ولس په ځان راټول کړي، نړیوالو ته خپل استقلالیت اعلان کړي چې موږ له ټولې نړۍ سره وغواړو ډیپلوماټيکې اړیکې ولرو او د نورو هېوادونو استازيتوب او یا هغه هېوادونه چې غواړي زموږ د هېواد په اړه خبرې وکړي موږ ته نوره هېڅ د منلو نه ده.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد له خوا دا لومړی ځل دی، چې لوړپوړی چارواکی یې د افغانستان په تړاو قطر او پاکستان ته سفر کوي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist