Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/27

ټاکل شوې  ده، چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د روانې اپريل میاشتې په ۲۹مه د افغانستان په تړاو د یوې ناستې کوربه وي.

د دې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د بشري حقونو شورا دوره يي کاري ډله په ژنیو کې د افغانستان د بشري حقونو اړوند راپور ارزوي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۰ مې پورې به دوام کوي، له افغانستان سربېره په کې د ۴۷ نورو هېوادونو بشري وضعیت هم ارزول کېږي چې د تېر جمهوري نظام استازی نصیر احمد اندېشه د افغان پلاوي استازولي کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خبرپاڼې یوه برخه: « د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۲۹مه به، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالې دوره یي بیا کتنې کاري ډلې له لوري د افغانستان د بشري حقونو راپور د څلورم ځل لپاره د یوې غونډې په لړ کې وارزول شي.»

دا څلورم ځل دی چې یاده شورا د افغانستان د بشري وضعیت راپور ارزوي. په دې اړه لومړۍ بیاکتنه د ۲۰۰۹ز کال په مې، دویمه د ۲۰۱۴ز کال په جنورۍ او درېیمه او وروستۍ بیاکتنه هم د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ میاشتې کې ترسره شوې وه.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر د بشري حقونو په تړاو د امریکا وروستي کلني راپور پر اساس په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ځینو مسایلو ته اشاره کړې او د بشري حقونو مدافعین یې اتلان بللي او ترڅنګ یې د درېدا ډاډ ورکړی.

ډېکر زیاتوي: « د بشري حقونو مدافعین زما اتلان دي. د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ز کال د بشري حقونو راپور، د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه، د ازادو رسنیو له منځه وړل، پر سوله ییزو اعتراضونو بریدونه او پر مذهبي کړنو محدودیتونه په ګوته کوي. هره ورځ موږ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوو. زه غواړم چې افغان ولس په دې پوه شي چې دوی یوازې نه دي او موږ به هېڅکله هم د بدلون له ملاتړه لاس وا نخلو.»

له دې سره سم د  سیاسي چارو یوشمېر شنونکي هیله لري چې نړیوال سازمانونه باید د ورته مسایلو په څېړلو کې د سیاسي ملحوظاتو پرته او د ځمکنیو حقایقو سره سم واقعیتونه بیان کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « د بشر حقونو غونډه چې په راتلونکو ورځو کې جوړېږي باید په افغانستان کې د بشر حقونو په اړه حقایق خپاره کړي، هغه حقیقتونه چې له افغاستانه واخېستل شي نه له نورو هېوادونو او هغه راپورنو څخه چې بې پرې نه دي.»

 د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا د نړیوالې ادارې دنده ده چې د بشر له حقونو د ملاتړ په خاطر د افغانانو اواز هم د نړۍ زبرځواکو هېوادونو تر غوږونو ورسوي.»

دا په داسې حال کې چې دوې ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې پر بشري وضعیت د اندېښنې ترڅنګ، د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو پراخ نقض بللی و.

خو د اسلامي امارت مسوولینو له دې مخکې دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې د تل په څېر ویلي، چې افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت تامین دي او نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist