Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/24

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ.

راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو اندېښنه ښودل شوې او د نجونو او ښځو پر کار او زدکړو لګېدلي محدودیتونه تبعیضي چلن بلل شوی.

په راپور کې راغلي،  سرپرست حکومت په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د ښځو حقونو پر وړاندې ګڼ فرمانونه صادر کړي، چې په خبره يې ورسره ښځې له عامه ژوند محرومې شوي دي.

د راپور یوه برخه:« دغه راپور د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د تبعیضي چلن او ناوړه کړنو په تړاو مالومات ورکوي. طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې له ۵۰ زیات فرمانونه او حکمونه صادر کړي، چې ښځې یې په اغېزناک ډول له عامه ژوند محوه کړي.»

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض یو شمېر مسائلو ته اشاره کړې.

نوموړي پر ښځو کاري محدودیت، د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو تړل او یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ټولنیزو او دیني اصولو د سرغړاوي له کبله، د خلکو په درو وهل د بشري حقونو د نقض اصلي موارد یاد کړي.

هغه زیاته کړې:« سږنی راپور د زیانمنونکو ټولنو د غړو پر وړاندې د بشري حقونو نقض مسالې هم په ګوته کوي. په افغانستان کې طالبانو د ښځو کاري فرصتونه محدود کړي، د نجونو ښوونیز مرکزونه یې تړلي او د غیر اخلاقي کړنو په تړاو يې د ښځو او نارینه وو په درو وهل زیات کړي.»

خو  اسلامي امارت  په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې د نقض ذکر شوي موارد ردوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، اسلامي امارت له کلتوري او دیني اصولو سره سم په هېواد کې د ټولو اتباعو بشري حقونو ورکړې ته ژمن دی.

فطرت وايي:« د افغانستان ټولو اتباعو اسلامي او شرعي حقوق خوندي دي، دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او وګړي یې مسلمانان دي، ټول هغه حقوق چې اسلام او شریعت ورکړي، د افغانستان اسلامي امارت د واکمن نظام په توګه د خپلو ټولو اتباعو لپاره د اسلامي او شریعي حقوقو ورکړې ته ژمن دی، نو دا چې غربي نړۍ ، افغانستان کې چې یوه اسلامي ټولنه ده، د غرب حقوقو پلې کېدو غوښتنه کوي، دا په اصل کې د غربي فرهنګ د تپلو یوه هڅه ده.»

بل پلو د چارو یو شمېر شنونکي که څه هم د ښځو پر زده کړو، کار او یو شمېر نورو ټولنیزو حقونو د سرپرست حکومت له لوري لګول شویو محدودیتونو نیوکه کوي؛ خو له سرپرست حکومت یې د حل غوښتنه لري.

د دوی پر باور د بشري حقونو د نقض اندېښنې هغه مهال په سم ډول حلېدلی شي، چې نړۍ له سرپرست حکومت سره له دفاعي حالته راووځي او عملي سیاست غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د دغه راپور مطابق، هومره هم بشري ناورین نه دی، هومره هم د ښځینه وو  حقوق تر پښو لاندې نه دي شوي، خو هغه د تعلیم او تحصیل موضوع چې ده، هغه بیا د نړیوالو سترګو کې یا د هغوی لپاره سرې کرښې دي، هم د ملت لپاره او هم د نړیوالو لپاره.»

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې، چې له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه یې ویجاړونکي بللي.

هغه مساله چې د اسلامي ا مارت له لوري رد شوې او له کابل سره یې د واشنګټن د دوه‌ګوني سیاسي چلن یوه برخه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist