Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د یوه ښوونځي زده کوونکي هدیره کې زده کړې کوي

خوست کې د یوه ښوونځي زده کوونکي هدیره کې زده کړې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/24

د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ اړوند خالبساط مرکزي لیسه نږدې ۳۰ کاله وړاندې تاسیس شوې او همدومره موده کې یې سلګونه زده کوونکي په یوه قومي هدیره کې پر زده کړو بوخت دي.

که د ودانۍ نشتون یې د اقلیمي شرایطو له امله د کال ډېرې ورځې تدریسي بهیر ځنډوي، ترڅنګ ځينې داسې ستونزې هم شته، چې زده‌کوونکې يې له امله په نيمه ورځ له ټولګيو رخصت کېږي.

زده کوونکی نعیم الرحمان وايي:« دلته هدیره ده، د خالبساط سیمه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې کورونه لري. که روزانه نه وي، خو اوونۍ کې یو یا دوه  کسان مړه کېږي او بیا دا ښوونځی رخصت وي.»

یو بل زده کوونکی عارف وايي:« سرپناه نه لرو. موږ په یوه هدیره کې زده کړې کوو، کله باران وي، کله باد وي، کله مړی وي. موږ په میاشت کې  د جمعې له ورځو بغییر پنځه یا شپږ ورځې رخصتي لرو.»

له دې ټولو سربېره د ښوونځي اداري چارې له دې يوازيني کانټينر سبمالیږي. ښوونکي یې وایي، د باد او باران پرمهال که له ستونزو سره مخ دي، ترڅنګ یې د نږدې دوه زره زده‌کوونکو د اسنادو د ضایع کیدو خطر هم شته، چې د ودانۍ او ورسره قرطاسیې نشتون یې د تدریسي پلانونو د پلې کېدو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

ښوونکی سمیع الله وايي:« دا اداره ده، تاسو یې ګورئ، په دې اداره کې زموږ ډېری دفتري توکي هم دي، چوکۍ او تختې هم دلته ږدو. دا زموږ اداري ځای دی، ډېر ورسره په تکلیف یو. »

ښوونکی خالد وايي:« تر اوسه پورې د خالبساط لیسه ودانۍ نه لري، سرپنا نه لرو، موږ په یوه قومي هدیره کې زده کوونکو زده کړې ورکوو. تدرېس کوو.  د ودانۍ ځمکې په اړه هم ستونزه نه شته ده.»

خو د دغه ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرسیتال خیروګل خیرخواه بیا په دې اړه داسې وايي:« په خوست کې له تېر وخت ۱۱۶ ښوونځي پاتې شوي، چې سرپناه نه لري، ودانۍ نه لري، د دې موضوع په اړه وزارت ته پیشنهاد شوی دی. انشاء الله وزارت به په راتلونکو کلونو کې دوی ته په تدریجي ډول باندې دا موضوع حل کوي.»

په خوست ولایت کې له دې سربیره چې لا هم درېیمه برخه دولتي ښوونځي سرپناه نه لري، نږدې د درېیو زرو ښوونکو او ۲۵ زره کتابونو د کمښت ستونزه هم موجوده ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist