Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

اسلامي امارت د ملي ګټو پر اساس له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/14

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د نړۍ هېڅ هېواد سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو په دې موده کې ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې ټینګې شوي.

د ګاونډ په ګډوڼ په سیمه کې یو شمېر هېوادونو د سرپرست حکومت سیاسي استازی منلی او په افغانستان کې یې خپلې کونسلي او ډېپلوماټیکي چارې روانې ساتلي.

چارواکي په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د سرپرست حکومت بهرنۍ پالیسي بریالۍ ګڼي او وايي، په دې موده یې هېواد له مطلقې انزوا  ژغورلی او له ګڼو هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګي کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د افغانستان اسلامي امارت ټوله هڅه کړې د بهرني سیاست برخه کې، له هېوادونو سره د اړیکو په تامین کې، همدا راز د یوې نورمالې فضاء په رامنځته کولو برخه کې، خو تاسو پوهېږئ، چې دا اړیکې دوه طرفه بعد لري، له یوې خوا نه تامین کېږي، باید له نورو خواوو هم له موږ سره تعامل شوی وی. له ډېرو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې اوس هم ښې دي.»  

خو بل پلو د سیاسي چارو یوشمېر شنونکی بیا له دې سربېره په کور دننه د ځینو اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:«  یوه موضوع ده، کله چې اساسي قانون په هېواد کې نه وي، نو نه شي کېدلی، چې کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تعریف شي، ځکه ټول هېوادونه د اساسي قوانینو پر  اساس غواړي چې له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي.»

ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پر اساس یې ګڼ هېوادونه تعامل اړ ایستي چې په دې برخه کې یې ګڼي لاسته هم لرلي.

اسلامي امارت که څه هم په کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ کې ځان بریالی ګڼي خو د نړیواله ټولنه بیا له اسلامي امارته د پراخو بدلونو د راوستو غوښتنه لري چې د ټولشموله حکومت رامنځته کول، د بشري حقونو تامین، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو مسالې یې د دې غوښتنو اصلي ټکي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist