Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د مرغانو پلورونکي: کاروبار مو د پخوا پرتله کمرنګه شوی

کندهار کې د مرغانو پلورونکي: کاروبار مو د پخوا پرتله کمرنګه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/13

که څه هم د مرغانو پالل شوق دی، خو د ډېرو لپاره بیا د خپلې کورنۍ  د نفقي پیدا کولو وسیله هم ده.

د کندهار ښار په زړه کې د مرغانو دې بازار کې سلګونه کسان د مرغانو کاوربار کوي او له دې لارې د خپلو کورونو اړتیاوې پوره کوي.

د زینتي او نورو مرغانو یو شمېر کاروباریان وايي، دې وروستیو کې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې کاروبار يي اغیزمن شي.

د مرغانو پلورونکی اختر محمد وايي:« د پخوا پرتله کاروبار خرابه شوی او د مرغانو خو بیخي نشته، ځکه دا د ضرورت شی نه دی، دا د مستۍ شی دی.»

د مرغانو پلورونکی ګلالی بیا وايي:« د مرغانو کاروبار اوس بیخي کم شوی، د خلکو کاروبار کمزوری دی، زموږ کاروبار هم ورسره کمزوری شوی. خلکو د مرغانو شوق نه کوي، ځکه کاروبار نه شته، پیسې نه شته. »

ځینې نور بیا وايي، اوس مهال دغه ولایت کې د زینتي مرغانو د ساتلو شوق کم شوی او هم په لارو کې د ستونزو له امله بهرني مرغان نه راوړل کیږي چې له امله یې کاروبار کمرنګه شوی.

د مرغانو یو تن پلورونکی محمد طاهر وايي:« مرغان ډېری له جرمني، پاکستان، هند او ایران راځي. ایرانۍ زرکې هم دلته خرڅېږي، زموږ او ستاسو د غرونو زرګې هم خرڅېږي.»  

د مرغانو  پلورونکی عبدالله وايي:« زه هر ډول مرغان زرکې، کنري، چوغکي او واټر ساتم. ډېری له کراچۍ راځي. له خپل هېواد هم راځي، له لوګر او کابل ولایتونو هم راځي.»

د کندهار ښار مرغانو بازار کې کنري، طوطیان، زرکان او نور ډول ډول مرغان شته چې ځینې يې تر ۱۰۰ زره افغانیو هم لوړه بیه لري.

د مرغانو د پلورونکو په وینا اوس خلک ډېر ګران مرغان نه پیري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist