د قوش تېپې کانال او د اوبو او برېښنا ځېنو سترو بندونو د چارو له پیل وروسته تازه اسلامي امارت په هېواد کې له سیمې هېوادونو سره د مشترکو سترو اقتصادي پروژو له پیل خبر ورکوي.
اسلامي امارت وايي، په روان کال کې به د ټاپي ، کاسا زر او ګڼ شمیر نورې سترې اقتصادي پروژې پیل شي چې ورسره به په افغانستان ستر مثبت اقتصادي تحول رامنځ ته او خلکو ته به د کار زمینه برابرشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« انشاء الله سترې پروژې په لاره دي، امید شته، چې لومړی سږکال د ټاپي پروژه پیل شي، همداراز د کاسا زر پروژه ډېره مهمه ده، دا به پیل شي، ورسره افغان- ټرانس مهمه پروژه ده، دا به شروع کېږي، ځېنې نورې پروژې هم لرو، چې دا به د افغانستان لپاره یو تحول هم منځته راوړي، د کار ظرفیت به لوړوي، خلکو ته به ډېر کار پيدا کېږي، اوږدمهاله کې به د افغانستان لپاره اقتصادي منابعو په احیا کې مفید وي.»
د بهرنیوچارو وزارت سرپرست هم په هېواد کې د برېښنا، اوسپنې پټلۍ او دې ورته د نورو سترو اقتصادي پروژې د پیلېدو له پلان خبر ورکوي او زیاتوي چې دا هرڅه یې د بهرني اقتصادي محوره سیاسي پایله ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرت مولوي امیر خان متقي ايي:« په راروانو شپږو میاشتو کې به موږ او تاسې ډېر ښه ښه زیري واورو، ډېر ښه پرمختګونه به وګورو، ډېرې لویې پروژې به پرانېستل شي او شروع به شي. په دې برخه کې به تاسې اورېدلي وي، چې د کاسا زر پروژې قراردادونه یې لاسلیک شول او انشاء الله عملا به شروع کېږي. همداسې هیله لرو، چې د ټاپي پروژه هم شروع شي. همداشان د برېښنا زیاتووالي لویې پروژې تر کار لاندې دي، د ریل پر پټلۍ باندې به کار تېز شي.»
په ورته وخت کې اقتصاد وزارت وايي، هغه پروژې ورته لومړيتوب لري چې د خلکو ژوند ښه کوي او اقتصادي پرمختګونه رامنځ ته کوي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، موخه یې د فقر له منځه وړل، اقتصادي وده او پرځان بسیاینه ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د اقتصادي بنسټونو رغول د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري اود دغه ډول پروژو په پلې کېدو سره د خلکو ژوند ښه کیږي .
دوی وايي، په افغانستان کې چې کومې اقتصادي پروژې روانې دي د افغانانو د اقتصاد لوړوالي لپاره زیاتې مهمې دي او سرپرست حکومت باید د دغو پروژو د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ترڅنګ نړیوال سوداګر هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د یوه هېواد لپاره لویې بنسټیزې پروژې د اقتصادي وضعیت بدلون لپاره ډېرې اړینې دي، په اوسنیو شرایطو کې ځینې پروژې په افغانستان کې د پلې کېدو په حال کې دي چې دا د افغانستان راتلوونکي اقتصادي وضعیت او پرمختګ لپاره ډېرې اړینې بلل کېږي. د دغو پروژو د دوام او پراختیا لپاره حاکم ظام باید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، خصوصي سکټور او نړیوال پانګه وال په دغه برخه کې د پانګونې لپاره وهڅول شي.»
د کارپوهان په باور، د اوبو کانالونه ، د برېښنا بندونه، په قانوني توګه د کانونو استخراج ، د حلقوي سړکونو جوړښت او له نړۍ او ګاونډیو سره اقتصادي راکړه ورکړه د یوه هېواد هغه مهم اقتصادي فکتورنه دي چي کولی د خلکو اقتصاد ته مثبت بدلون ورکړي او د نړۍ پر اقتصادي تحول یې ورکډ کړي.