د نړۍ په ډېری هېوادونو کې سیاسي ګوندونه فعال دي او خلک هم د دغو سیاسي ګوندونو په چوکاټ کې خپل سیاسي نظریات وړاندې کوي، فعالیتونه لري او له همدې لارې د حکومت برخه ګرځي او یا ترې لرې کېږي.
خو درې کاله کېږي چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د سیاسي ګوندونو فعالیت د هېوادونو د سیاسي پرمختګ او بقا لپاره زیات اړین دی او پکار ده چې په افغانستان کې هم د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو لګېدلي بندیزونه لرې شي څو له دې سره ټولنه د سیاسي تنوع او پرمختګ لور ته لاړه شي.
نور الله عزیز وايي: « د سیاسي احزابو او ګوندونو موجودیت د یوه هېواد سیاسي وضعیت د پرمختګ لپاره ډېر مهم او اړین بلل کېږي. په ډېرو هېوادونو کې تجربو دا ښودلې ده چې د سیاسي ګوندونو موجودیت د هېواد د سیاسي وضعیت د بقا لپاره ډېر مهم او اړین دي، نو لازمه ده چې حاکم نظام په دې برخه کې په هغو پرېکړو او محدودیتونو بیا له سره کتنه وکړي چې په هغې کې د خلکو سیاسي او ټولنیز افکار او نظریات په محدودیت کې ساتل کېږي او خلک نه شي کولی په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات وړاندې کړي، خپل سیاسي فعالیتونه ولري او د هېواد د سیاسي پرمختګ او سیاسي تنوع لپاره کار وکړي.»
حقوق پوهان وايي، په واقعي مانا د سیاسي ګوندونو موجودیت په حکومتي چارو د نظارت له لارې کولی شي چې اصلاحات رامنځته کړي.
د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین د سیاسي فکر د پراختیا لپاره د سیاسي احزابو حضور مهم بولي او وايي، د سیاسي ګوندونو مخنیوی په هېواد کې د استبداد زمینه برابروي چې د اوږد مهال لپاره د افغانستان په ګټه نه دی.
وزین زیاتوي: « سیاسي ګوندونه پر حکومتي کړنو کتنه او څارنه کوي، ځکه د قانون په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو موجودیت په ټولنه کې د سیاسي فکرونو او نظرونو د ودې لپاره اړین دي. د سیاسي ګوندونو نشتون او د دوی په لار کې خنډونه په هېواد کې د استبداد زمینه برابروي چې دا د افغانستان په خیر نه ده.»
خو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وايي، یو کال کېږي چې په دغه وزارت کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت څانګه له منځه تللې، له قانوني پلوه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بند دی او د ګوند نوم اخېستل جرم دی.
شرعي زیاتوي: « عدلیې وزارت کې د ګوندونو ریاست تېر کال له تشکیلاتو لغوه شوی. ګوندونه له قانوني پلوه په دې نظام کې ځای نه لري او د احزابو او ګوندونو نوم اخېستل هم جرم دی.»
په دې تړاو بیا غوښتنه دا ده که د افغانستان اوسنی نظام د راتلونکي لپاره د اساسي قانون د رامنځته کولو هوډ او پلان لري نو باید د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانون هم په کې توشیح کړي او هغو ګوندونو ته چې اسلامي او ملي ګټو ته ژمن او ولس کې پراخ نفوس لري باید د کار اجازه ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نوي اساسي قانون په تصویب سره باید د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانون هم توشیح شي او هغو سیاسي ګوندونو چې په رښتیني توګه ملي او اسلامي ګټو ته ژمن او د ولس ترمنځ پراخ نفوس او ځای لري او ټولنې ته ارزښمند دي، د فعالیت اجازه ورکړل شي.»
په تېر جمهوري نظام کې له عدلیې وزارت سره د ثبت شویو سیاسي ګوندونو شمېر سلګونو ته رسېده چې د کیفیت کچه یې ټیټه او سیاسي فضاء یې بې رنګه کړې وه او له سختو نیوکو سره مخ و؛ خو اوس باور دا دی چې ځواکمن مرکزي نظام رامنځته شوی او باید اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنو احزابو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.