Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره خلک د توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره خلک د توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/02

د اخترونو په رانږدې کېدو سره د هېواد هر ښار او بازار له ګڼې ګونې ډک او خلک د بېلابېلو چارو د ترسراوي او د توکو اخېستو لپاره راوتلي وي.

مزارشریف ښار کې هم د اختر جشن د نمانځې لپاره چمتووالی روان دی، که څه هم ځېنې خلک د اقتصادي ستونزو له کبله څه نشي پېرلی؛ خو بل لور ته د یاد ښار يو شمېر اوسېدونکي د خپلې خوښې توکو د پېرلو لپاره ښار ته راوتلي.

د مزار شریف اوسېدونکی چنار ګل وايي: « لکه څنګه چې لیدل کېږي ماشاءالله جم‌وجوش ښه برابر دی او بیې هم په نسبي توګه ښې دي؛ نو دا دی ځوانان، ښځې، ماشومان ټول له خیره د اختر په خوښیو کې بوخت دي او سږکال ماشاءالله بیر‌وبار بیخي زیات دی او هر څه پرېمانه دي.»

بل خوا په کندهار ولایت کې سره له دې چې خلک د تېرو کلونو په پرتله د امنيت ټينګښت ته خوښ دي، خو په ښار کې ګڼې ګوڼې ته په کتو د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او د ځېنو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

کندهارښار کې یو تن هټیوال احمد شاه وايي: « دلته مېوجات پلورل کېږي، کلچې او ټوله وچه مېوه او نور هر څه پیدا کېږي، زموږ ورونه او خوېندې ټولې دلته راځي او دا مېوې او شیان اخلي. پخوا له لرې ځایونو څوک نه راتلل اوس له ولسوالیو هم راځي، لکه د زیړۍ، شاه‌ولي کوټ، دامان او نورو ولسوالیو ټول کسان دلته راځي سودا اخلي؛ خو بیا هم د نورو کلونو په پرتله سودا کمه ده او هغسې یې څوک نه پېري، ځکه خلک بې‌کاره دي، پیسې نه لري، خواري او مزدوري نشته.»

اخوا هرات کې هم هټیوال وایي، د سږني کال د کوچني اختر لپاره د خلکو چمتوالی کم دی. دوی وایي، د خلکو په اوسني اقتصادي وضعیت کې ناشونې ده چې ډېر توکي وپېري او د اختر جشن ونمانځي.

د هرات یو تن هټیوال سعید وايي: « اختر ته د خلکو چمتوالی کمزوری دی، ځکه پیسې نشته، خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره دي؛ خو بیا هم الحمدالله ښه ده یوه چاره مو کېږي.»

د کوچني اختر په راتګ سره له کابل سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې هټیوال وایي، تېرو کلونو ته په کتو سږکال ډېر خرڅلاو نه لري.

 دوی زیاتوي چې د خلکو بې‌کاري او بې روزګاري د بازارونو د نشتون لوی لامل دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist