په هېواد کې فقر او بې وزلي هغه څه دي، چې ډېری ماشومان، ځوانان او سپینږیري یې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره درنو کارونو ته اړ کړي.
نړيوال بنسټونه، بهر مېشتي افغانان، په کور دننه مرستندویه بنسټونه او سوداګر په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې دغه روان اقتصادي وضعیت څه ناڅه کابو کړي.
خو ډېری هغه هېوادوال چې مرستو ته اړتیا لري، شکایتونه یې دا دي چې د نورو په لاس ورکول کېدونکې مرستې دوی ته په پوره امانت دارۍ نه ور رسېږي.
دوی له مرسته کوونکو غواړي چې مرستې باوري کسانو ته وسپاري څو دوی ته په پوره امانتدارۍ ور ورسېږي.
د کابل اوسېدونکی نجیب الله وايي: « هغه کسان چې له بهره د خپل باوري کس له لارې نورو سره مرسته کوي، زه ورته وايم چې موږ یې خپله ګورو مرستې په پوره امانتدارۍ نه رسېږي، ځکه د پاکټ په سر۱۱ زره افغانۍ لیکل شوې وي او دننه یې بیا څلور زره افغانۍ اېښي وي؛ نو تر هغې چې سل سلنه باوري کس نه وي مرستې ورته مه سپارئ. څوک چې مرستې لېږي د هغه به خدای قبولې کړي خو دلته چې کوم کسان دا مرستې وېشي؛ نیمې پیسې دوی خپله غلا کوي.»
د کابل اوسېدونکی محمد یونس وايي: « دوی باید کور په کور وګرځي، مستحق کسان پیدا کړي او بیا ورسره مرسته وکړي. دوی یې هغه چاته ورکوي چې زامن یې بهر دي، دلته خپلې موټر او ښه ژوند لري او مرستې هم بیا همدوی ته رسېږي.»
په ټوله کې له سوداګرو، مرستندویه بنسټونو او نورو مرسته کوونکو غوښتنې دا دي، چې د روژې په میاشت کې تر ډېره د بېوزله خلکو لاسنیوی وکړي.
مرسته کوونکي وایي، تر خپل وس او توان هڅه کوي چې په دې میاشت کې د خپلو مرستو اندازه زیاته کړي؛ څو د اختر په را رسېدو سره د ډېری هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
سوداګرمحمد یوسف مومند وايي: « لومړی خو زه دا نه وایم چې زموږ سوداګر مرستې کوي؛ خو هغه د الله جل جلاله له لوري چې کوم زکات پر دوی اوړي که همدا بې وزلو ته ورکړي نو ان شاءالله تر ډېره به د دوی ستونزې هوارې شي او نور به څوک فقیر پاتې نه شي؛ خو له بده مرغه داسې سوداګر شته چې خپل زکات هم نه ورکوي، دوی باید زکات او خیرات ورکړي. همداراز د اسلامي امارت له مسوولینو مو هیله دا ده چې بې وزله او فقیرانو ته پاملرنه وکړي، د دوی لاسنیوی وکړي، په دې برخه کې سوداګر هم وهڅول شي چې له بې وزلو سره مرستې وکړي، ځکه حکومت، ملت او سوداګر ټول سره یو دي او په ګډه سره د یو بل ستونزې سره هوارې کړي.»
خو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري بیا وایي، په هېواد کې نغدي او خوراکي مرستې د هېوادوالو ستونزې نهشي حل کولی او په دې هڅه کې دي چې د بېوزلو لپاره کاري زمینه برابره کړي؛ څو په دوامداره توګه وکولی شي له هماغې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.
نظري زیاتوي: « د فقر او بې وزلۍ لمنځه وړلو لپاره زموږ پلان خلکو ته د کاري پروژو په لار اچول دي، موږ بشردوستانه او نغدي مرستې د حل لار نه ګڼو او غواړو هېواد مو د ځان بسیانې لور ته حرکت وکړي او کاري فرصتونه برابر شي.»
د بې وزلۍ د زیاتوالي او د مرستو په برخه کې د روڼتیا نهشتون په تړاو د هېوادوالو اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو په هېواد کې د فقر کچه ۹۳ سلنه ښودلې وه.