Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه د شکایتونو اورېدو قانون توشېح کړ

د اسلامي امارت مشرتابه د شکایتونو اورېدو قانون توشېح کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/27

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شکایتونو د تصنیف او اورېدو رئیس موسی کلیم عاصم  د وايي، د اسلامي امارت  مشرتابه د شکایتونو اورېدو قانون توشېح کړی.

د عاصم په خبره، دغه قانون یوه سریزه( مقدمه) دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري.

عاصم زیاتوي: « دا قانون یوه سریزه (مقدمه) او دوه فصلونه لري او په دوو فصلونو کې ۲۳ مادې لري، چې ځېنې داسې مواد دي چې هغه دوه، درې، څلور او تر پنځو پورې فقرې لري. یاد قانون د هېواد په دوو رسمي ژبو پښتو او دري تصویب شوی دی.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدو مرستیال سیدعلي صدیق الله وايي: « دا قانون د دې لپاره جوړ شوی چې ولسي خلک ښځینه وي که نارینه د حکومت له خلکو او ادارو څخه شکایت وکولی شي. ولسي خلک ښځینه او نارینه، که د دفاع وزارت له کارکوونکو، د کورنیو چارو وزارت، له محکمو، د عدلیې وزارت، والي ، ولسوال او نورو کارکوونکو هر ډول شکایت لري، شکایتونه یې موږ اخلو.»

صدیق الله وايي، د دغه قانون په تطبیق سره به د ټولو هغو بې عدالتیو مخه ونیول شي چې د امارتي ادارو او غړو له لوري له عامو خلکو سره کېږي.

دغه راز صدیق الله وايي، د دغه قانون له مخې ښځې هم کولی شي چې شکایت ثبت کړي او رسېدنه ورته وشي.

د نوموړي په خبره، د تېرکال پرتله د ثبت شویو شکایتونو شمېر راکم شوی دی؛ خو په ثبت شویو شکایتونو کې ډېری د امارت د نظامي غړو پر وړاندې دي.

هغه زیاته کړې:« وړم کال په کابل کې شاوخوا څلور زره شکایتونه او سږکال ۱۷۲۲ شکایتونه ثبت شوې دي؛ نو ولسي خلکو خامخا له نظامي طالبانو شکایت کړی دا سل به سلو کې ثابته ده، البته داسې شکایتونه هم شته چې له محاکمو څخه شوي دي او د دې قانون له مخې به ان شاءالله زموږ، ستاسې او ملت ترمنځ چې څومره فاصله وه دا به له منځه لاړه شي او د مظلوم اوښکې به پاکې شي.»

چارواکي ډاډ ورکوي چې د ولس هرډول شکایت به په شفافه توګه څېړل کېږي او ورسره د شوي ظلم او زیاتي مخه به نیول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي
افغانستان

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ
افغانستان

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026

وروستي خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist