هېواد کې درېيم ښوونیز کال هم پرته له دې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي پيل شو.
تمې دا وې چې سږکال به دا ستونزه حل وي خو یوازې ترشپږم صنف نجونې د زدهکړو اجازه لري چې دا پرېکړه سخت غبرګونونه لري.
تازه یوځل بیا د افغان ښځو، نجونو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو او نجونو پروړاندې د سرپرست حکومت تګلارې ننګولي او ویلي یې دي چې دا به نه یوازې نجونې او ښځې زیانمنې کړې، بلکې افغانستان به لا پر نړیوالو مرستو متکي او کمزوری کړی.
دغه راز امیري وايي، که دغه تګلارې تغیر ونه کړي ډېری کورنۍ به د اولادونو د تعلیم لپاره د افغانستان پرېښودو ته اړې شي.
هغې زیاته کړې:« د یوه بل کال لپاره له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کیدل زړه بوږنونکې ده. نړۍ له طالبانو د هغو ځپونکو فرمانونو د بېرته اخېستلو غوښتنه کوي چې له مخې یې څه باندې نیمايي نفوس له اساسي حق محروم دی او له ټولنې حذف کېږي.»
رینا امیري غوښتنه داسې مهال کړې، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د نوي ښوونیز کال د پيل مراسمو کې وویل، هغه ملت چې له سواد او زده کړې لیرې وي او علم ونه کړي، تل د نورو محتاج وي.
حنفي وايي:« بې علمه ملت به تل نورو ته احتیاج وي او دا چې نورو ته احتیاج وي هېڅکله خپلواک کېدای نه شي. هره ورځ به په هر څه کې بل ته احتیاج وي خپلې درملنې ته به د بل احتیاج یو، کرنې ته به د نورو احتیاج یو، ښوونې او روزنې ته به د نورو احتیاج یو؛ نو که موږ غواړو چې د نړۍ په جغرافیه کې د یوه متوالي، پرمختللي او خپلواک مسلمان ملت په توګه ژوند وکړو نو دې ته اړتیا لرو چې معاصرو علومو او ټکنالوژۍ ته بشپړ لاسرسی ولرو.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په مرکه کې د نړیوالو اندېښنې بې اساسه یادې کړې او په خبره یې نړیوال د خپلو موخو پربنسټ څرګندونې کوي.
مجاهد زیاتوي:« نړیوالو ته فغانستان د دې دوو مسایلو غم نه دی ورغلی او نه ورته اړین دي، دوی ته خپلې ګټې مهمې دي او دغه دوه مسایل د پلمې په توګه کاروي او د ابزارو په توګه ترې سیاسي ګټه اخلي. اصلي خبره دا ده چې دوی کومې موخې درلودې هغه ناکامه شوې.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، اسلامي امارت پرنړیوالې ټولنې د خپلو شرطونو د منلو لپاره ، له شریعت د خپلو برداشتونو پر اساس محدویتونه لګوي او که یاده ستونزه حل نه شي ، له نړیوالو سره د اړیکو خرابیدو سربیره به په کور دننه د حکومت او ولس تر منځ واټن ډېر کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« د نصاب موضوع ډېره یوه لنډه موضوع ده، که چېرې د نصاب موضوع وای په یوه میاشت کې د نصاب او میکانیزم موضوع هوارېدله. زما په نظر له نړۍ سره په چلن او یا تعامل لپاره د یوه ابزار په توګه له دې ګټه اخلي او کوم برداشت چې دوی له دینه لري؛ همدا مقدسات او له دینه د دوی برداشت اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« دلته د یوه نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ دی، زموږ ۵۰ سلنه ټولنه د نابودۍ په حال کې ده، د بېسوادۍ په درشل کې ده. دا اوس یوه نړیواله موضوع ګرځېدلې او زما په نظر که افغانستان کې دې ته پاملرنه ونه شي نو د ملت او حکومت ترمنځ به فاصلې رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده ، چې اوونۍ وړاندې د سرپرست حکومت مشرانو په سړو سیمو کې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د کابل په اماني لېسه کې د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره پيل کړ خو سږکال بیا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تر امر ثاني چې دوه نیم کاله یې پوره کیږي بندې پاتې دي.