د امریکا استازو جرګې د دې هېواد دوه پخواني پوځي چارواکي، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز او د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان په کې شامل دي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو استماعيه غونډې ته ور بللي وو.
د استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې رئيس مایکل مککال د دغه هېواد پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تور لګولی، چې د هغه سنایپر یا نښه ویشتونکي پوځي د مالوماتو په اړه بې تفاوته وو، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر یې له چاودنې وړاندې پېژندلی و.
نوموړي همداراز نیوکه کړې، چې له کابل څخه د تخلیې پرمهال د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ بشپړې همغږۍ شتون نه درلود او په همدې اساس، ياده پروسه د امريکايي پوځيانو په لوړه بيه تمامه شوه.
مککال وايي: « سنایپر لرونکي پوځي موږ ته شاهدي راکړه، چې ابي دروازه کې ځانمرګی بریدګر يې لیدلی و. هغه د سنایپرعکسونه او نوراړوند اسناد استولي وو، څو بریدګر په نښه کړي؛ خو د چارواکو له لوري یې هېڅ ځواب نه و ترلاسه کړی. موږ دغه موضوع د دفاع وزارت سره هم شریکه کړه؛ خو هغوی هم له پامه وغورځوله.»
د دې جرګې استماعیه ناستې ته د امريکا د پوځ پخواني لوی درستز جنرال مارک میلي ویلي، امریکا په افغانستان کې له دې کبله له ستراتیژیکې ناکامۍ سره مخ شوه، چې د ۲۰ کلونو له ماموریت سره سره یې ونه شو کړای، دغلته په خپل لاس جوړ کړی پوځ او دولت وساتي.
میلي زیاته کړې: « حکومت سقوط وکړ، هغه پوځ چې موږ یې ملاتړ کاوه وپاشل شو. د تخلیې په وروستیو ورځو کې مو ۱۳۰ زره افغانانو ته د راوتلو فرصت په لوړه بیه برابر کړ او تر ټولو مهمه دا ده، چې امریکا مو په راتلونکي کې د ترهګریزو بریدونو له ګواښ څخه خوندي کړه.»
د دې ترڅنګ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان کنټ مک کينزي ویلي، له پوځي پلوه امریکایي سرتېرو بې ساری عمل وکړ او وتوانېدل د تخلیې بريالي عملیات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې، په ځېنې برخو کې د چارواکو نه همغږي او ناسمه پالېسي د یو لړ ناکامیو سبب هم شوه.
مک کينزي وايي: « په افغانستان کې هر سفارت هڅه کوله خپله تخلیه پای ته ورسوي او موږ لومړی د هغو د اېف ۷۷ لېسټ له مخې چې امریکايي وګړي او د هغوی کورنۍ په کې شاملې وې، د ویستلو پلان درلود، چې په جولای کې یې بشپړ کړو او د یو لړ ستونزو له کبله هغه د اګست تر ۱۴ او ۱۵ پورې پاتې شو. د دې ترڅنګ د همغږۍ په برخه کې ناسمه پالېسي د دې سبب شوه، چې هر څه منظم ترسره نه شي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا په سيمه کې د خپلو موخو د تعقيب لپاره ۲۰ کاله په افغانستان کې موجوده وه او په خبره يې اوس هم د خپلو اهدافو د تعقیب لپاره بېلابېل مسایل پلمه کوي.
د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « د امریکا سیاستمداران، سناتوران او جنرالان چې کومې څرګندونې په افغانستان کې د خپلې ۲۰ کلنې جګړې د ماتي په اړه کوي، دوی غوښتل چې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو په زېرمو حاکمان شي او منځنۍ اسیا د چین او روسیې لپاره بله سوریه جوړه کړي؛ نو دوی خپل دغه پلان کې د دې لپاره پاتې راغلل چې روسیه او چین ورته یوه خوا شول او د دوی د پلانونو په ناکامولو کې ورځ تر بلې د دغه جګړې د اوږدولو او د دغې جګړې د ګټلو لپاره یې په دې سیمه کې بریالي ګامونه پورته کړل.»
د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « د نړۍ په تاریخ او په ځانګړې توګه د امریکا په تاریخ کې داسې له شرمه ډکه ماته امریکا کله هم نه وه خوړلې لکه په افغانستان کې یې چې وخوړله، د دې ستر لامل همدا و چې په لومړي سر کې د امریکا مداخله په افغانستان کې او د هغوی برید د افغانستان په بې وزله خلکو باندې یو شرم و او وتل یې بل شرم و.»
امریکايي او نور بهرني سرتېري په داسې حال کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ له افغانستانه ووتل، چې د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ په دوحې کې له څو پړاوه مذاکراتو وروسته، له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو هوکړه وشوه.