په کندهار ولایت کې یو شمېر بزګر وايي، که شنې خونې ورته جوړې شي، د اوبو په لګښت کې له سپما سربېره به هر وخت تازه محصولات بازار ته وړاندې کړي.
عبدالرحمن چې له کلونو راهیسې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې بزګري کوي، دی د کال په ګرم موسم کې پر خپل ځمکه سبزیجات کري خو په ژمي کې یې بیا ځمکه شاړه وي.
عبدالرحمن وايي، حکومت دي د ده په شان بزګرو ته شنې خونې جوړې کړي ترڅو د بې موسمه سبزیجاتو اړتیا په کوردننه پوره شي او په خبره یې هم به د ژمي په موسم کې پر کارونو بوخت وي.
بزګر عبدالرحمان وايي:« موږ له حکومته غواړو چې شنې خونې راته جوړې کړي. له دې سره به موږ په دوبي او ژمي دواړو کې سبزیجات ولرو.»
د کندهار یو شمیر نور بزګر هم وايي، که دغه ولایت کې شنې خونې ډېرې شي د مني او ژمي په موسم کې به هم دوی خپل وطني سبزیجات او نور کرنیز توکې ولري او هم به د خلکو تکیه پر بهرنیو میوه جاتو او سبزیجاتو کمه شي.
دوی غوښتنه کوي چې حکومت باید په هېواد کې دغه ډول کرنه دود کړي ترڅو د کروندګرو د حاصلاتو له زیاتوالي سربیېره په ژمي کې د تازه سبزیجاتو د کموالي مخه ونیول سي.
بزګر بلال احمد واي:« زه غواړم چې شنې خونې راته جوړې شي. موږ ژمي کې ترکاري نه لرو، له نورو هېوادونو راځي او بیا یې پر موږ پلوري.»
په ورته وخت کې د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږکال يې د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰ شنې خونې جوړې کړي او راتلونکی کال هم د ۵۰ نورو د جوړیدو پلان شته دی.
د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمان وايي:« موږ سږ کال د کندهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د همکارو موسسو له لارې شاوخوا ۵۰ شنې خونې جوړې کړي او د بزګرانو په اختیار کې مو ورکړي. انشاء الله راتلوونکې کې به یې له تاسو سره د حاصل، کیفیت او اندازې په اړه له تاسو سره مالومات شریک کړو.»
د مالوماتو له مخې، په شنو خونو کې کښت تر ساده ځمکې څو برابره زیات حاصلات ورکوي او دا د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره له عایدو ډکه لاره ګڼل کیږي.
خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د کروندګرو د اقتصاد ښه کېدو لپاره هغسې پروژې پلې کړي چې ګټه یې مخامخ کروندګرو ته ورسېږي، څو ژوند یې ښه شي.