فارین افیرزامریکايي مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان حکومت پر وړاندې د امریکا د سیاستونو او د وضع شویو فشارونو په څرنګوالي او نوعیت نیوکه کړې.
دې مجلې د خپلو دوو لیکوالانو له قوله لیکلي، چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې له سرپرست حکومت سره د امریکا «د رسمي تعامل ځنډول او د نه رسمیت پېژندنې» د فشار اپشنونه بې ګټي وو او په خبره یې دا چاره نه شی کولی سرپرست حکومت منزوي کړي.
دې مجلې له جزییاتو پرته د امریکا له حکومته غوښتي چې پر سرپرست حکومت د حقیقي فشار راوړلو په موخه باید پر نویو لارو چارو غور وکړي.
فارین افیرز مجله کې راغلي: « د طالبانو ډیپلوماټیکې انزوا په تړاو د اجماع له لاسه ورکولو د واشنګټن او د هغوی د ملاتړو هېوادونو لپاره مهمې پوښتنې راپورته کوي. د طالبانو په رسمیت نه پېژندل نوره یوه معتبره قهرجنه وسیله نه ده او که امریکا غواړي چې د طالبانو په چلن کې د بدلون شاهد وي، بايد خپلو موخو ته د رسېدا لپاره نورې لارې چارې ولټوي.»
فارین افیرز مجلې په دې موده کې هند، چین، روسیه او ایران په سیمهییزه کچه هغه هېوادونه یاد کړي چې په وینا یې اوسني حکومت ورسره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي چې همدې کار د لوېدیځ او په ځانګړي ډول د امریکا لګول شوي فشارونه بې ګټې کړي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له نړۍ سره پر تعامل او تفاهم ټینګار کوي او د لویدیځ لخوا د هرراز بندیزونو او فشارونو وضع کول ګټور نه بولي.
مجاهد وايي: « تجربو ثابته کړې چې په فشارونو دوی په افغانستان کې کوم بدلون نه دی راوستی، فشارونه تر دې حده ورسېدل چې دوی دلته تېری وکړ، جنګونه یې وکړل، خلک یې ووژل او ۲۰ کاله یې جګړې ته دوام ورکړ خو په پایله کې یې هېڅ ترلاسه نه کړل؛ نو اوس هم فشار پایله نه ورکوي ښه تعامل او تفاهم او تر ټولو بهتره دا ده چې پوهاوی رامنځته شي، امریکا چې له افغانستان سره هر ډول ستونزه ولري موږ یې د پوهاوي پلوي یو او توصیه مو ورته دغه ده چې د خبرواترو لار غوره کړي، فشارونه ګټه نه کوي.»
په ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم ورته نظر لري او اختلافي سیاستونه چې د ګټو د ټکر باعث کېږي؛ د هېڅ لوري په ګټه نه ګڼي.
دوی دغه راز له سرپرست حکومته هم غواړي چې د نړۍ هغه مشروع غوښتنې چې په کور دننه هم د غوڅ اکثریت غوښتنې منعکسوي ومني او د اختلافاتو د ډېروالي مخه ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: « زما په نظر فشارونو د اسلامي امارت پر کړنو اغېز نه دی کړی او وبه یې هم نه کړي، له بل پلوه اسلامي امارت ته دا عادي شوې چې د امریکا د متحده ایالتونو له فشارونو سره سره خپلې طرحې په ښه ډول پرمخ یوسي او له چین، روسیې او ایران سره چې د امریکا متحده ایالتونه کومې اړیکې لري له هغې ډېره ګټه پورته کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « یوه مهمه مساله چې امریکا ته ور تر غاړې ده؛ هغه د چین او روسیې دریځ دی چې له اسلامي امارته د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دفاع کوي او بله مساله دا هم کېدلی شي چې امریکا اوس په سیمه کې هېڅوک نه لري، په سیمه کې یې ګټې تر ګواښ لاندې دي؛ نو دوی هڅّه کوي چې د حل یوه داسې لاره پیدا کړي چې له یوې خوا په سیمه کې د امریکا باور وساتي او له بلې خوا خپلې ګتې له لاسه ور نه کړي.»
دا داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم امریکا پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو په موخه سیاسي او اقتصادي بندیزونه وضع کړي او په دې موده کې یې د نه رسمیت پېژندنې ترڅنګ د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالره پانګه هم کنګل کړې.
دا ټول هغه موارد دي چې په مکرره توګه د اسلامي امارت او د یوشمېر هغو هېوادونو له لوري چې اوسني حکومت سره نږدې اړیکې پالي؛ له کلکو نیوکو سره مخ شوي.