Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې یو شمېر ښځو شخصي کاروبار پيل کړی

کابل کې یو شمېر ښځو شخصي کاروبار پيل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/17

وروسته له هغې چې سرپرست حکومت واک ته ورسېد، ورسره سم د دولتي ادارو په ګډون په نړيوالو ادارو او خصوصي سکټور کې د ښځو له لوري پر کار کولو بندیز ولګول شو، چې دې چارې ښځې له زیاتو اقتصادي او یو شمېر يې ان له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې.

خو ځینې ښځې د کورنيو سرپرستۍ او اقتصادي ستونزو اړې کړې، چي په کوچنیو او متوسطو شخصې کارونو پانګونه وکړي.

ظریفه رضايي یوه له هغو ښځو ده، چې واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته يې خپله دنده له لاسه ورکړه او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوه.

رضايي وايې، د دندي له لاسه ورکولو وروسته ارامه نه ده ناسته او سم‌لاسي يې پر کمو پيسو شخصي کاروبار پيل کړ، چې اوس يې د کار ساحه پراخه شوې او توانېدلې، چي د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

رضايي زیاتوي: « یوه ښځه له ډېرو ستونزو او کړاوونو تېرېږي تر هغې چې کاروبار یې تر یوه ځایه رسېږي او دا طبیعي خبره ده چې د کاروبار په پیل کې ستونزې او جنجالونه وي، اقتصاد ضعیف وي؛ خو له دې هر څه سره بیا هم باید حوصله له لاسه ور نه کړو او ناهیلې نه شو، ماتی ونه منو او خپل کار ته ادامه ورکړو.»         

په ورته مهال یو شمېر نورې کاروباري ښځې بیا وايي، د ښځو پياوړتيا لپاره د دوی له لوري د شخصي کاروبارونو پيلول عمده لار ده او په خبره يې، د دوی له لوري پيل شوي واړه کاروبارونه په راتلونکې کې پر لویو هغو بدلېدای شي.

یوه بله متشبېثه ښځه وايي: « اوس مهال چې هېواد کې کوم وضعیت دی بیا هم د خوښۍ ځای دی چې ښځې کولی شي ښه په ارامه فضا کې شخصي کاروبار وکړي، ځکه امنیتي وضعیت ښه دی او اسلامي امارت له سوداګرو ښځو سره څه ستونزه نه لري. موږ له ډونرانو او موسسو غواړو چې له ښځو سره چې کومې مرستې کوي؛ هغه پیسې که کمې وي او که زیاتې باید وڅارل شي پر کاروبار یې ولګول شي.»

سوداګرې ښځې غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې د دوی د شخصې کارونو د ملاتړ ترڅنګ د دوی لاسي صنایعو ته بازار موندنه وکړي او په دې توګه دې کاروباري ښځې  شخصي کاروبار پيلولو ته وهڅوي

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist