Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګر ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې ښځو ته د حقونو نه ورکول د جدي اندېښنې وړ بللي

ملګر ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې ښځو ته د حقونو نه ورکول د جدي اندېښنې وړ بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/17

د سرپرست حکومت له څه باندې دوه نیم کلن حاکميت راهيسې اکثره هېوادونه او نړيوال سازمانونه په افغانستان کې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو د نقض پرلپیسې ادعاوې کوي، خو سرپرست حکومت بيا د بشپړ وضاحت پر ځای يوازې د يادو ادعاوو پر ردولو تکيه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا ۵۵مې غونډې ګډونوالو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې یو ځل بیا په افغانستان کې له کار او زده‌کړو د افغانو نجونو او مېرمنو پر منعه کولو اندېښنه ښودلې.

د اعلامیې له مخې، په ټولو برخو کې د نجونو او ښځو له فعال حضور پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی او له سرپرست حکومته غوښتل شوي، چې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « موږ له هېوادونو غواړو، چې د بشري جنایتونو د کنوانسيون په مذاکراتو کې د سېسټماټیک جنسي ځورونو پر موضوع مهم تمرکز ولري او په ځانګړي توګه له طالبانو وغوښتل شي، چې د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي، څو د دې هېواد په راتلونکې کې یې ونډه مالومه وي.»

بل خوا د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا د غړو هېودونو اعلامیې ته په غبرګون کې وایي، نړۍ باید په افغانستان کې اسلامي ارزښنونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.

مجاهد زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت دریځ ډېر روښانه دی، د بشر حقونه په افغانستان کې خوندي دي، هغه حقونه چې اسلامي شریعت انسان ته ورکړي اسلامي امارت هغه خپله وجیبه ګڼي او خپل فرض یې بولي چې هغه خلکو ته ورکړي. بله دا چې د نړۍ یا د ځېنو هېوادونو غوښتنې دا دي چې دوی غواړي په افغانستان کې هغه څه وي چې په غرب کې فرهنګ دی او د غرب غوښتنې دي، چې دا زموږ له فرهنګ سره توپیر لري. غربي ټولنه له یوه فرهنګه پيروي کوي، د ښځې او نر حقونه یو بولي؛ خو په اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه افغانستان کې بیا دا هر څه متفاوت دي، نو غرب دا بېلانس نه ساتي او نه دې اصل ته توجو کوي، بلکې د یوې پلمې په توګه د بشر د حقوقو موضوع مطرح کوي او په مکرر ډول تورونه پورې کوي چې دا هر څه بې ګټې دي.»

اخوا په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازولۍ یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د وضعیت په اړه غږ پورته کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، د نجونو او ښځو کار او زده‌کړه د افغانانو مشروع حق دي او باید تامین یې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده چې هغه اندېښنې چې د بشر حقونو سازمان، د ملګرو ملتونو سازمان او همداراز د افغانستان خلک یې د ښوونځيو او پوهنتونونو په اړه لري؛ ژر تر ژره له منځه یوسې څو نور نو نړیواله ټولنه، د بشر حقونو سازمان او نړیوال سازمانونه پر موږ نیوکه ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اروپا پارلمان په افغانستان کې د اعدام له مجازاتو د مخنیوي او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړ. په یاد پریکړه لیک کې یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د افغان نجونو او ښځو د مساوي مشارکت غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist