Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي: د تېر کال پرتله روان کال د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي: د تېر کال پرتله روان کال د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/12

د رياست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي، د تېر کال په پرتله روان کال د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی.

یادې مرستیالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سوداګرۍ د زياتوالي او پرمختګ لپاره يې روان کال ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

په خبرپاڼه کې پر خامو موادو د تعرفې کمول، د ملي او نړيوال نندارتونونو او د سوداګرۍ خونو جوړول، د هوايي دهلېزونو پرانېستل او نور ګڼ موارد د سوداګرۍ د زياتوالي لاملونه ياد شوي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په هېواد کې د سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شوي. له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه اخېستل، لکه د صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ خونو جوړول، پر خامو موادو د تعرفې کمول، د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول.»

په خبرپاڼه کې د مالياتي جريمو معافيت، په ټرانزيټي برخه کې اسانتياوې، ۲۴ ساعته ګمرکي خدمتونه او د اورګاډي پټلۍ انتقالاتو زیاتوالی هغه مهم فکتورنه یاد شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ کچه يې د پام وړ لوړه کړې.

د خرپاڼې یوه برخه: « معیاري ټرانسپورټ، د لویو لارو بیا رغونه، د توکو کیفیت د  کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړول، د ریل پټلۍ د شبکو بیا رغونه، د مالیاتي جریمو معاف کول او په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ دی.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي، د سرپرست حکومت اقتصاد محوره پالیسې د دې سبب شوې چې د هېواد اقتصاد ورځ پر ورځ پرمختګ وکړي.

رشتیا زیاتوي: « له سیاسي تحول او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د اسلامي امارت اقتصاد محوره سیاستونه د دې لامل شول چې دغه برخه چې د له منځه تلو په حال کې وه وژغوري. تر ټولو لویه لاسته راوړنه چې اسلامي امارت یې په دې برخه کې لري له فساد سره جدي مبارزه ده.»

خو ځينې نور بیا د سرپرست حکومت لاسته راوړنې په یاده برخه کې ستایي او زیاتوي چې د هېواد د اقتصاد د لا ودې لپاره حکومت باید کوټلې ګامونه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالوارث امیري وايي: « د افغانستان اوسني حکومت ته په کار ده چې د سیمې له هېوادونو سوداګر افغانستان ته راوغواړي، دوی سره په منظم ډول میاشتنۍ ناستې ولري او د همدې ناستو پر بنسټ دوی وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، زما په نظر له دې سره اقتصادي پرمختګ لا زیاته وده وکړي.»

د اقتصاد د پرمختګ خبرونه په داسې حال کې خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عملې چارو د پيل قرارداد هم د افغانستان په شمول د مشترکو هېوادونو ترمنځ لاسليک شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist