په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ( یوناما) د افغانستان سرپرست حکومت تل د بشري حقونو پر نقص تورنوي.
د یوناما له لوري په خپرو شویو راپورونو کې، چې څو میاشتې او ان يو کال وروسته خپرېږي، تر ډېره په افغانستان کې له بشري حقونو د سرپرست حکومت پر سر غړونو متمرکز وي.
خو اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا وايي، یوناما په افغانستان کې د خپل اصلي ماموریت پر ځای د ناسمو راپورونو پر ترتیب وخت تېر کړی.
د فطرت په خبره، یوناما تر یوه حده عامو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړی.
هغه زیاتوي:« افغانستان کې د یوناما فعالیتونه د موسسو او خیره کارونو د کنټرول او مدیریت په برخه کې تر یوه حده ګټور تمام شوي، خو هغه راپورونه چې د یوناما له خوا د ملګرو ملتونو سازمان ته لېږل کېدل د عقدې ښکار ګرځېدلي او د غلطو مالوماتو او غیر موثقو سرچینو څخه ترلاسه شویو مالوماتو باندې بناء دي. په دې برخه کې دوی( یوناما) نه دي توانېدلي چې خپل ماموریت سم سرته ورسوي.»
اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ موجوديت ګټور بولي.
د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارې په روغتیايي، بشري او نورو برخو کې د بشري ناوړه وضعیت د مهارولو لپاره یو لړ مهم ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« افغانستان کې یې فعالیت خامخا ګټور دی. اوس وګورئ، په اوونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالر راځي، ملګري ملتونه یې لېږي، بل دا چې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له خوا هم مرستې راځي. همدا یوناما ده چې افغانستان ته مرستې کېږي.»
ځینو نور بیا په سیاسي او اقتصادي لحاظ له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پر رغولو کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ رول مهم ګڼي.
د دوی په خبره، د يوناما له هڅو او همکاريو پرته، اسلامي امارت په داسې حال کې چې په سياسي لحاظ په انزوا کې دی، له هېوادونو سره تعملات نه شي تنظيمولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مارچ په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د سياسي استازوالۍ (يوناما) ماموريت په افغانستان کې پای ته رسېږي او د فعاليت د بيا تمديد او نه تمديد په اړه به يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په راتلونکې کې ناسته کوي.