په داسې حال کې چې ملګري ملتونه هر کال د اکټوبر په ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه نمانځي او د دولتونو پام دې ته را اړوي، چې د کلیوالو ښځو په ژوند کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او حقوق یې خوندي کړي.
خو په افغانستان کې لاهم زیاته برخه کلیوالې ښځې سربېره پر دې چې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي، په کلیو او بانډو کې له خپل وس پورته درانه کارونه ترسره کوي.
د ښځو حقونو فعاله وايي: « دا اوس هم ظلم ورسره روان دی، په هغو لرو پرتو سیمو کې چې هېڅ کوم خدمات نه دي وړاندې شوي، ښځې له خپلو حقونو لرې پاتې دي، روغتیا ته یې پاملرنه نه کېږي، له زده کړو بې برخې دي، د کنیزې په بڼه ساتل شوي، چې یوازې کار ترې اخېستل کېږي، درانه کارونه ترسره کوي، چې دا له شریعت سره په ټکر کې موضوع ده او خلاف د شریعي اصولو ده، دې ته باید کار وشي او دا ظلم او زیاتی باید له منځه لاړ شي.»
هغه ښځې چې له کوره بهر بوختياوي لري د کور کارونه او د اولادونو پالنه هم ور تر غاړې ده او محدود شمېر ښځې توانېدلي، چې دا دواړه کارونه په ښه ډول تنظيم کړي؛ خو اکثریت یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي چې نه د ماشومانو سمه پالنه او روزنه کولی شي او نه روغتیا لري.
دیني عالم مولوي سالم عابد وايی: « د څو مېندو مور وي او بیا هم پرې ظلم کېږي درانه کارونه پرې ترسره کېږي، چې دا ډول کارونه باید پرې ترسره نه شي. له ځاني، فزیکي او دیني پلوه د اناثو ډله ضعیفه ده او د خپلې وسې سره سم کار باید وکړي. موږ هغه وخت د الله تعالی د رحم او کرم وړ ګرځو چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره ظلم او زیاتی ونه کړو.»
د ښځو حقونو فعالانې او یو شمېر کارپوهان نیوکه لري، چې په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند ښه والي لپاره بنسټیز کار نه دی شوی او ټینګار لري چې نړیوال مرستندویه بنسټونه او سرپرست حکومت دې دغې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.
د ښځو حقونو فعاله اصفه ستانګرۍ وايي: « د مناسب سیاست نشتون، له اړوندو متخصصیونو کار نه اخېستل او د بیان ازادۍ نشتوالی ټول هغه اړین موارد دي، چې د دې لامل شوې د ښځو هلې ځلې هېڅ ثمره ونه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې په کلیو او بانډو کې یو شمېرمېرمنې په هغه اندازه درانه کارونه ترسره کوي ، چې د نارینه وو له وس هم پورته وي؛ خو اکثریت یې ناچارۍ اړ کړي دي چې ترسره یې کړي.
یو شمېر مېرمنې وايي، اړې دي چې د کور کار او ماشومانو د پالنې ترڅنګ مالدارۍ او کروندو ته هم رسېدنه وکړي.
په افغانستان کې اوږدې جګړې، طبیعي پېښې، داخلي کډوالي، دودیزې ناانډولۍ او فقر هغه عمده لاملونه دي چې د کلیوالو ښځو ژوند او راتلونکی یې ننګولې.