Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جاک مکین: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو دوام به په کوردننه مخالفتونه رامنځته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/22

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د امنيت ټينګښت په شمول له فساد او نشه‌يي توکو سره مبارزه خپله لاسته راوړنه بولي، ملګرو ملتونو هم يادو برخو کې شوی پرمختګ تائيد کړی.

د یاد سازمان سرمنشي انټونیو ګوتېریش وايي، په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت او له فساد او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو غوښتنه يې کړې چې نړیوالې ټولنې دې سرپرست حکومت د بشري حقونو تحقق او پر ښځو او نجونو لګول شویو محدوديتونو لرې کولو ته وهڅوي.

ګوتېریش زیاته کړې: « افغانستان د امنیت په ټینګښت او له فساد او نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې پرمختګونه کړي؛ خو زیات کارونه باید ترسره شي.  نړیواله ټولنه باید واکمن چارواکي پوه کړي، چې بشري حقونه د افغانانو غوښتنه ده او نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې مبارزه وکړي.»

د دې ترڅنګ د امریکا یوه پخواني سناتور زوی جاک مکین په یوه مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت د نورو بندیزونو ترڅنګ د افغانستان نیم نفوس چې مېرمنې او نجونې دي، د تعلیم او کار له حقه بې برخې کړي دي.

د مکین په خبره، که دغه بندیزونه دوام وکړي، د سرپرست حکومت پر وړاندې به په کور دننه مخالفتونه رامنځته شي.

هغه زیاته کړې: « دویمې درجې ته د مېرمنو ټیټول د طالبانو نظر دی او د افغانستان له کلتور سره تړاو نه لري. پر مېرمنو او نجونو وضع شوي  بندیزونه به د طالبانو د حکومت موده را لنډه کړي او د دې لامل به وګرځي چې په کور دننه یې پر وړاندې مخالفتونه رامنځته شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر په دې اړه د حکومت موقف په ډاګه کړي.

له دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو د امریکايي پخوانیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې د امریکا پخواني چارواکي دغه ډول څرګندونې د خپلو شخصي ګټو لپاره کوي.

د سیاسي  چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د نجونو تعلیم د ټولو افغانانو غوښتنه ده او سرپرست حکومت دې بشري حقونو ته د درناوي په موخه ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دغه بندیزونه چې نجونې له ښوونځي او ښځې یې له کاره منع کړي، نه د افغانستان په دود او دستور کې شته، نه د افغانستان خلک دا مني، نه په دې اړه کوم شریعي احکام شته او نه په قانون او طبیعت کې کوم ممانعت شته؛ نو دا د طالبانو خپل دریځ دی او له بده مرغه د طالبانو ترمنځ هم داسې کړۍ شته چې یاد دریځ یې غوره کړی او د اسلامي امارت حکومت ته یو ګواښ جوړوي او نړیوالو ته یې ښیې پلمې په لاس ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا د هر افغان غوښتنه ده او زموږ کورنۍ موضوع ده او همداراز الهي حکم دی، چې باید نر او ښځې تعلیم او تحصیل وکړي او علم ترلاسه کړي. اسلامي امارت دې په دې اړه غور وکړي، دې ټکي ته دې د حل لار پیدا کړي، تر څو په کور دننه او بهر چې کومې کشالې رامنځته شوې هوارې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ مه  د ملګرو ملتونو په کوربتوب ترسره شوه، په افغانستان کې د بشري حقونو پر خوندیتوب، ټول شموله حکومت او ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو په کې خبرې شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist