واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره د نړيوال بانک په مالي ملاتړ له منځنۍ اسيا، سوېلي اسيا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد کاسا زر پروژې عملي کارونه پر ټپه ودرېدل.
خو ياد بانک يو وار بيا د يادې پروژې د پاتې کارونو د بشپړولو پرېکړه کړې او تېره اوونۍ يې په يوه خپاره کړي راپور کې وويل، چې په نږدې راتلونکې کې به د کاسا زر پروژې عملي کارونه بيا پيل کړي.
د کاسا زر پروژره ۱۳سوه مېګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، چې له دې لارې د لېږدېدونکې برېښنا له ټولهييز حجم ۳سوه مېګاواټه يې افغانستان او پاتې زر مېګاواټه يې پاکستان ته ورکول کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژه د افغانستان اقتصادي ودې لپاره دروازه ده چې پرانېستل به شي.
دغه راز دوی وايي، د دې پروژې ګټه په مستقيمه توګه عامو افغانونو ته رسېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه محبالله شریف وايي: « دا به د ۱۵۲ زره کورنیو په ژوند کې بدلون راوړي، که چېرې دغسې پروژې عملي کېږي نو افغانستان لپاره به د کاسا زر لومړنۍ اقتصادي لویه پروسه وي چې دا مسیر پیلوي، بهرنی مالي تمویل لري او ترڅنګ به یې د افغانانو لپاره نه یوازې په فردي شکل د اقتصادي لاسته راوړنې او د عوایدو د لوړېدو لامل کېږي، بلکې زما په نظر د نورو ورته پروژو لپاره به هم لاره هواره کړي.»
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت هم په راتلونکې کې د يادې پروژې د عملي کارونو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې افغانستان به په کلنۍ توګه د دې پروژې له درکه له ۴۰ تر ۵۰ ميليونه ډالرو د ټرانزیټ فیس ترلاسه کوي.
د کاسا زر پروژې مسير له تاجکستان څخه د شېرخان بندر له لارې د کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولايتونو تېرېږي او د خيبرپښتونخوا له لارې پاکستان ته رسي.
ځينې د اقتصادي چارو کارپوهان هم د یادې پروژې د بيا پيلېدو په اړه خوښ دي او وایي، په اوسنيو شرایطو کې د ورته پروژو تطبيق پر اقتصادي ګټو سربېره د پيوستون د نقطې په توګه د افغانستان ارزښت تثبيتوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوارث امیري وايي: « دغه پروژه د افغانستان او غړو هېوادونو لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، په افغانستان کې به د فقر، بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ورسره کمه شي، خلک به په کار بوخت شي او د برېښنا د کمښت ستونزه کې به کموالی راشي.»
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت د نړیوال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې د کاسا زر پروژې نیمګړې چارې بشپړې شي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه او رهبري د نړیوال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې دوی د کاسا زر پروژې پاتې چارو ته لېوالتیا ښودلې ده. د افغانستان د برېښنا شرکت دغه نېک اقدام د ولس او سیمې پر کچه اړین بولي او مننه ترې کوي، ترڅنګ یې غواړې ټولې هغه پروژې دې بیا پیل شي، چې نړیوال ډونران او پانګه وال یې درلودل.»
د برېښنا لېږد د سيمهييزې پروژې چارې چې په هېواد کې دننه د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، کولی شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي او اقتصادي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زياتېدو زمینه برابره کړي.