Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د بې کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي د بې کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/18

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي چې د سړک پر سر د کار پیدا کولو لپاره انتظار کوي له بې کارۍ شکایت کوي او وايي، په ژمي کې په ورځو ورځو کار نه ورته پیدا کېږي.

د دوی په خبره د کار د نشتوالي له امله د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولی د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

دوی له حکومت او مرستندویه موسساتو د دوامداره کار غوښتنه کوي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی ذبيح الله وايي: « کار نه را پیدا کېږي، په کور کې ماشومان لرو، پلار مې سپین ږیری دی، یوازې زه کار کوم  چې دا هم کله وي او کله نه، اقتصاد مو ډېر ضعیف دی، دا دی ۱۱ بجې دي تراوسه موږ ته هېڅ کار نه دی پيدا شوی او له سهار راهیسې دلته ناست یو.»

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبدالغني وايي: « د کار ستونزې ډېرې زیاتې دي، کارونه بیخي نشته. هره ورځ راوځو تر ۱۱ او ۱۲ بجو ناست یو او بیا همداسې بېرته کور ته ځو.»

په ورته وخت کې د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي امکاناتو ته په کتو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یاد ریاست د کار امر مولوي محمد یوسف وايي، په کندهار کې د نخي او پشمي  کارخونو په فعاله کېدو سره به زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاتوي: « اوسمهال موږ نږدې ۱۱۲۰ ثبت شوي کسان لرو چې ولایت مقام احکام ورکړي او موږ راجع کړي او عریضې مو ثبت کړي، په دې کسانو کې ۱۰۰ یا ۲۰۰ کسانو ته موږ کار پيدا کړی او دوی په کار بوخت دي، باسواده کسان هم ځینو ریاستونو او ښاروالۍ ته معرفي کوو، همداراز اوسمهال د نساجي فابریکه تر کار لاندې ده او ډېر امید ورته لرو چې زیاتره کسان دلته ثبت او ځای پر ځای کړو.»

څواوونۍ وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې بې کاري زياته شوې او ګڼي کورنۍ د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو وس نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist