Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ګوانتانامو زندانه دوه تنه خوشې شوي افغان بندیان کابل ته رارسېدلي

له ګوانتانامو زندانه دوه تنه خوشې شوي افغان بندیان کابل ته رارسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/14

د لوګر اوسېدونکی ملا عبدالظاهر صابر او د خوست اوسېدونکی عبدالکريم په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د امريکايي ځواکونو له لوري له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو په تور نيول شوي وو.

ملا صابر ۱۴ او عبدالکريم ۲۰ کاله په ګوانتانامو زندان کې تېر کړي او دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د ټاکلې مودې بند له تېرولو وروسته عمان ته انتقال او پر نظربندۍ سربېره ممنوع‌الخروج شول.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حکومت د هڅو په لړ کې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم د دوشنبې په ورځ له عمانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

مجاهد زیاتوي: « دا دوه کسان چې راخوشې شوې افغانان دي او له هېڅ بهرنیو کړیو سره د دوی اړیکې نه وې.  په ۲۰۰۲کال کې نیول شوې وو، بیا له باګرام نه انتقال شوي وو ګوانتانامو ته، ۲۰۱۷ کال کې بیا عمان هېواد ته انتقال او هلته ساتل کېدل او د امریکا لخوا بل ځای ته د وتلو اجازه نه ورکول کېده. اسلامي امارت د دوی لپاره هڅې او هلې ځلې وکړې چې خپل هېواد ته د راستنېدو اجازه پيدا کړي او دا کار وشو، تېره ورځ دوی له خپلو کورنیو سره وصل شول او ان شاءالله نور به دوی ازاد وي او هېڅ ډول بندېز به پرې نه وي.»

مجاهد وايي، يادو کسانو له هېڅ ترهګرې ډلې سره اړيکه نه درلوده او په خبره یې د يوې جعلې قضيې له امله په ګوانتانامو زندان کې ساتل کېدل.

د مجاهد په خبره، له ګوانتانامو زندانه د يادوو افغانانو له ازادېدو سره په یاد زندان کې يوازې يو افغان بندي پاتې دی، چې د خلاصون هڅې يې د حکومت له لوري روانې دي.  

هغه زیاتوي: « دوی افغانستان ته راغلل او کومه وېره او خطر چې له دوی وه، هغه له منځه تلی او دوی نور هېڅ ستونزه نه لري. په ګوانتانامو کې غالباً یو بل افغان پاتې دی او د هغه خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي او دا به هم را خلاص شي.»

شاوخوا ۲۲ کاله وړاندې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر ۱۱ مه کیوبا کې د امریکا په سمندري اډه کې د ګوانتانامو زندان د سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانېستل شو او يومهال په کې شاوخوا ۸۰۰ تنه بنديان وو چې وروسته يې شمېر ۳۰ تنو ته راټيټ شو.

په ورته مهال له ګوانتانامو د راخلاصو شویو کسانو د کورنۍ غړي وايي، يادو کسانو شاوخوا دوې لسيزې په یاد زندان کې د بند سختې شپې ورځې تېرې کړې، خو په خبره يې هېڅ جرم پرې ثابت نه شو.

د ملا عبدالظاهر صابر زوی محمد عثمان وايي: « زما پلار یې ګوانتانامو زندان ته یې یوړو،، نږدې ۱۶ کاله یې هلته تېر کړل بیا په ۲۰۱۷ کې عمان ته نظربند ولېږل شو او شاوخوا اته کاله یې هلته د نظر بندۍ موده تېره کړه. اوس الحمدالله د اسلامي امارت د هڅو په لړ کې خپل هېواد ته راستانه شول.»

د تېر ۲۰۲۳ کال د جون په وروستیو کې له ګوانتانامو څخه تر ليدنې وروسته د ملګرو ملتونو يوې راپورټرې د امريکا حکومت له لوري له بنديانو سره د ظالمانه او سپکاوي ډک چلن پر دوام نيوکه کړې وه.

د ازادو شویو کسانو خپلوان وایي، د اړيکو پرمهال ورته زنداني خپلوانو د ګوانتانامو له درد ډکې کیسې کولې.

د خوشې شوي زنداني یو تن خپلوان الفت هاشمي وايي: « هغه دردونه او ستونزې چې په دوی به چاپې لوېدلې یا په دوی کوم ظلمونه کېدل هغه حالت رایادېږي؛ خو برعکس بیا د خوښۍ دا احساس کوو چې بیا هم دوه افغانان، دوه مسلمانان چې د ټولو دونیاوي اصولو او موازینو خلاف دوی بندیان شول نو دا ټوله کورنۍ او ټول افغانان ورسره مجاهدین شول.»

له دې مخکې په ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۵مه، له ګوانتانامو زندانه د اسدالله هارون ګل له خوشي کېدا وروسته، له دوحې نه کابل ته په یوه شخصي جیټ الوتکه کې لېږدول شوی وه.

اسدالله هارون چې په ۲۰۰۷ کال امریکايي ځواکونو نیولی وه،‌ نږدې ۱۵ کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist