Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

 ډبلیو.ایف.پي: د افغانستان نیمايي نفوس له بېوزلۍ سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/13

 ډبلیو.ایف.پي: د افغانستان نیمايي نفوس له بېوزلۍ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام « ډبلیو.ایف.پي» وايي، دا مهال له هرو درېیو افغانانو څخه یو هغه یې په دې نه پوهیږي، چې د بل وخت خواړه له کومه ترلاسه کړي.

یاد پروګرام د افغانستان له ټولټال ۴۱.۷ میلیونه نفوس څخه نیمايي هغه یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې او ۱۵.۸ میلیونه افغانان یې د خوړو له ناامنۍ سره مخ بللي.

دغه راز یاد پروګرام یادودنه کړې چې اوس مهال ۱۰ میلیونه کسان د خوړو نړيوالو پروګرام له لوري له کېدونکو مرستو بې برخي دي او په دې توګه د ژمي پرمهال د ځان تودولو او خوړو په دوو غوراوويو کې يو هغه انتخابولی شي.

د خوړو نړيوال پروګرام لسیزې جګړې، اقلیمي بدلون، جنسیتي نابرابري، ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، د وړ کاري فرصتونو نشتون او د کویډ ۱۹ ناروغۍ ناوړه پایلې په افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ لوی لاملونه یادوي.

یاد پروګرام زیاته کړې: « لسیزې جګړې، اقلیمي بدلون، جنسیتي نابرابرۍ، ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، د وړ کاري فرصتونو نشتون او د کویډ ۱۹ ناروغۍ ناوړه پایلې په افغانستتان کې د خوراکي ناامنۍ لوی لاملونه دي. اوس مهال په افغانستان کې ۱۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له مرستې څخه بې برخې شوي، چې ډېری هغه یې په دې نه پوهیږي، د خپلو ماشومانو د تغذیې او یا تودولو له غوراویو څخه کوم یو وټاکي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، دا چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپل روابط محدود کړي، د دې لامل شوي چې خلک کاروبار له لاسه ورکړي او د بېکارۍ  ګراف لوړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصير رشتیا وايي:« زما په نظر تر هغې چې له نړۍ سره د افغانستان سیاسي ستونزه هواره نه شي، محدودیتونه او بندېزونه له منځه لاړ نه شي؛ نو فکر نه کوم وضعیت ښه شي. دا اوس چې په اقتصادي برخه کې کومې بشري مرستې چې له افغانستان سره کېږي، هېڅ ډول اقتصادي اغېزمنتیا نه لري. هر وخت چې له افغانستان سره بشري مرستې پیل شوې او ترڅنګ یې حکومت هم خپلې اقتصادي او پراختیايي پروژې پيل کړي؛ نو خلکو ته به د کار او اشتغال زمینه برابره شي او په دې صورت کې بیا موږ کولی شو فقر او بې کاري مدیریت کړو، پرته له دې دغه مرستې یوازې کولی شي چې فقر د لوړېدو مخه ونیسي.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي چې په هېواد کې د خوارځواکۍ لوړه کچه د اندېښنې وړده او حکومت ته پکار ده، د منظمو پلانونو له مخې هېوداوالو ته د کار او مرستې زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي: « په هرو درېیو کې یو کس راتلونکې وخت لپاره د مناسب خوړو نه درلودل یو خورا زړه بوږنونکی راپور دی، سره له دې چې زه په دې مالوماتو ټوله اتقا نه شم کولی؛ خو بیا هم د یوه افغان په حیث زما هېله دا ده چې د دغسې یوه بد حالت لپاره باید حکومت، ملت او نړیواله ټولنه په همغږي داسې پرګرامونه ولري، چې هېواد سره مرستې کمې نه شي، بېړنۍ مرستې راورسېږي او هغه بې وزله افغانان چې په مرستو متکي دي هغوی لپاره د مرستو بندول او ځنډول د هغوی له ژوند او روغتیا سره په یوه نه یوه ډول لوبه کول دي.»

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز وايي، دا مهال دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

یاد پروګرام خوارځواکي د ښځو، ماشومانو، بې‌ځایه شویو، راستانه شویو، معلولینو او د هغو ښځو لپاره لویه اندېښنه بللې، چې د کور سرپرستي ورترغاړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist