په کابل کې سهار خبرو اترو مرکز د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د سلواغلې پر ۱۷ مه) خپل فعالیت پیل کړ.
د یاد مرکز مشر فضل الرحمن اوریا د دې خوځښت موخه په کور دننه د هېواد ستونزو حل ته د خبرو اترو او ډیالوګ زمینه سازي، د ستونزو تثبیت او ورته د حللارو موندل، په هېواد، سیمې او نړیواله کچه د اړیکو او تعاملاتو پراخول او ورته نور مسایل خپلو لومړیتوبونو کې یاد کړي دي.
هغه زیاته کړې: « د ستونزو تثبیت او د حل لارو پيدا کول، راپورونو، تحلیلونو، طرحو او عملي شویو پروژو په اړه خبرې اترې، د فکري محصولاتو تولید او بیا یې مسوولینو او منسوبینو ته رسول د دې خوځښت اصلي موخې دي.»
د یادې ټولنې مسوولین وايي، هڅه کوي له دې لارې له لویدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا او افغانستان ترمنځ داسې میکانیزم رامنځته کړي، چې له مخې یې تعاملاتو ته زمینه رامنځته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی بیا په اوسنیو حالاتو کې د ورته سیاسي خوځښتونو رامنځته کېدل مهم ګام بولي.
ځاځی زیاتوي: « لومړی خو دا اقدام یو مثبت ګام دی چې د خبرواترو یو مرکز رامنځته کېږي. د افغانستان په مساله کې په داخلي، سیمهییزه او نړیواله کچه بې باوري ډېره زیاته ده؛ نو دا یو بې پرې مرکز دی او کولی شي یو څه ستونزې هوارې کړي.»
خو د دې ترڅنګ بیا یو شمېر نور خپلواکي او بې پرېتوب د ورته سیاسي خوځښتونو لپاره بنسټیز اصل یادوي.
د سیاسي چارو شنونکي ذکي الله محمدي وايي: « دا مرکز هغه مهال اغېزناک تمامېدای شي چې خپلواک وي او په چا پورې تړلی نه وي، یعنې حکومت او نورو ډلو پورې نه وي تړلی، د ولس له ادرسه وي او هغه وخت لا زیات اغېزناک تمامېږي چې علمي کادرونه ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ملت ته د حکومت حساب ورکونې په یوه غونډه کې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو هر راز فعالیت منع کړی و او د احذابو فعالیت یې د ملي یووالي پر زیان بللی وه.