Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سینیرلي اوغلو: نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري

سینیرلي اوغلو: نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/08

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سره جلا جلا لیدنې کړي او د دوحې راتلونکې ناستې په تړاو یې مالومات سره شریک کړي دي.

اوغلو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرسره د لیدنې پرمهال ویلي، د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه غواړي چې له افغانستان سره ښیې اړیکې ولري او همکار اوسي.

اوغلو د افغانستان ټیکاو او ثبات د سیمې ثبات لپاره مهم او ماناداره بللی او ټینګار یې کړی چې ځېنې نړیوال قوانین او کنوانسیونونه شته چې اسلامي امارت ورته باید ژمن اوسي.

هغه زیاته کړې: « د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده چې له اسلامي امارت سره اړیکې پیل کړي او همکاري وکړي، ځکه د افغانستان ثبات د سیمې ثبات دی او په همدې اساس افغانستان د نړۍ او سیمې لپاره مهم دی او هېڅ څوک د افغانستان اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره وصل شي؛ خو اسلامي امارت هم باید ځېنو نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو ته ژمن واوسي.»

اوغلو وايي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به داسې پرېکړې ونیول شي چې د افغانستان پر ګټه به وي او له کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.

د اوغلو په خبره، اوس په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او اړتیا ده چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره لا زیات کار وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی فریدون سنیرلي اوغلو نن هم کابل کې وه او لکه څنګه یې چې له نورو چارواکو سره کتلي ول، نن یې د افغانستان پخواني ولس مشر حامدکرزي سره هم کتلي؛ نو زما په نظر د دوحې ناسته یوه ډېره مهمه ناسته ده، لومړی باید دا هڅه وشي چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه  د سیمې هېوادونو ترمنځ یوه همغږي پيدا شي، زه هېله من یم چې له دې فرصت نه په ګټې اخېستنې سره به افغانستان له نړۍ سره وصل شي.»

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت هم غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او د دوحې په راتلونکې ناسته کې یې د ګډون په تړاو هم بحثونه پیل کړي دي.

عبدالکبیر زیاتوي: « اسلامي امارت هم غواړي چې له نړۍ سره ښه مناسبات ولري او د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه یې هم بحثونه پیل کړي دي. هېله لرو چې د افغانستان د بیا رغونې، بشري مرستو او پر بانکي سېسټم د بندېزونو لرې کولو په برخه کې هم اغېزمن ګامونه واخېستل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي: « د ملګرو ملتونو استازي په صراحت سره ویل چې نړۍ یا ملګري ملتونه د افغانستان اوسني حاکمیت د سقوط په فکر کې نه دي، بلکې دوی غواړي چې یو څه ګامونه اسلامي امارت پورته کړي او یو څه نړۍ او په پایله کې یې افغانستان له نړۍ سره مدغم شي، له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او هر اړخیزې اړیکې پیل شي.»

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ  په موجودیت کې د سولې نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو د نړیوال بانک له لوري د غونډې له جوړېدو هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د بانکي سېسټم د ودې ، بندېزونو پرختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو پر بیا پیل به په کې بحث او خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist