د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جوزیف ووټل په یوه مرکه کې د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي، ښایي القاعده دومره پیاوړې شي چې یو ځل بیا سیمه او نړۍ وګواښي.
هغه زیاته کړې:« له دې وېره شته چې د القاعده شبکه دې یو ځل بیا سیمې او نړۍ ته ګواښ شي او له وړاندې دا اندېښنه موجوده وه. د دې احتمال هم شته دی چې امریکا دې د دې ډلې د ګواښونو د مخنیوي لپاره بیا خپل پوځ افغانستان ته ستون کړي.»
خو د اسلاميامارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پخوانیو امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وايي، امریکايي چارواکو دلته په جګړه کې ګټې لرلې نو له همدې امله پر افغانستان تور پورې کوي، چې لا هم ترهګرې ډلې شتونلري.
مجاهد زیاتوي: « موږ دا ادعاوې ردوو او افغانستان کې هېڅ داسې ډلې ټپلې نشته چې له بهر سره اړیکې ولري او د داعش کومه ډله چې وه دا هم سل په سلو کې له ځپل کېدو سره مخ ده او صفر ته نږدې شوې ده. بله دا چې داسې تورونه لګول د امریکا د هغو چارواکو کار دی چې په افغانستان کې یې ګټې وې، له جګړو یې ګټه ترلاسه کوله او ناورین یې غوښته، هغوی به دا خبرې کوي؛ خو واقعیت دا دی چې افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډلې نشته او هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي.»
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وډانټ پټیل بیا وايي، ترهغې چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه کړل شي له سرپرست حکومت سره د تعامل هېڅ ډول پلان نه لري.
هغه زیاته کړې:« امریکا اوس مهال کوم پلان نه لري، چې په افغانستان کې ډیپلوماټیکه استازولي پرانیزي، بشري حقونه او نجونو ته د ښوونځیو اجازه ورکول له طالبانو سره د تعامل مهمې برخې دي، امریکا له هغوی سره د تعامل لار پرانېستې او پر هغوی د نا انډوله حکومتولۍ په رامنځته کولو کې فشارساتلو ته دوام ورکوي او له افغانستانه بهر د افغان اتباعو د خوندیتوب سره مرستندویه ده.»
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د تعامل لپاره د نړیوالو هغه غوښتنې ومني چې له افغاني کلتور او شریعت سره په ټکر کې نه وي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او ډيپلوماټيکو اړیکو تامین او پراختیا د یو لړ کړنو پورې تړلې دي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د بشر حقونو تامین؛ له دې جملې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او داسې نور مسایل دي چې باید د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت ورته زمینه برابره کړي او له نړۍ سره تعامل او سیاسي اړیکو تامینولو ته لار هواره کړي، پرته له دې به هېڅ هېواد دې ته حاضر نه شي چې له افغانستان سره سیاسي اړیکې ولري او په رسمیت یې وپېژني.»
اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې د نړیوالو له اساسي شرطونو، د نورو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل دي، چې سرپرست حکومت یاد شرط ته ځان په بشپړه مانا ژمن ګڼي او ټینګار کوي، چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.