د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په خبرو کې ویلي، د مخکېني حکومت شاوخوا ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه خلاصوي.
مجاهد وايي، د خلکو او شرکتونو دغه ۱۸۰ ملیارده افغانۍ پورونه د تامیناتو او مالي ضمانتونو پاتې دي چې سرپرست حکومت یې له بودیجې لس سلنه راتلونکی کال او پاتې نورې یې هره میاشت د ۸۶ زره او ۹۸۱ ښځو په ګډون یو میلیون دولتي کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.
د مجاهد په خبره، مالیې وزارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د تېرو کلونو مالیاتي جرمونه هم معاف کړي دي.
د خصوصي شرکتونو مسوولین بیا د سرپرست حکومت له یادې پریکړې هرکلی کوي خو زیاتوې، په تېر کې له بېلابېلو وزارتونو سره د شاوخوا ۲۱۹ شرکتونو قرادادونه کړې چې د نظام له سقوط وروسته تراوسه د دوی پورونه نه دي ورکړل شوي.
دوی دغه راز له سرپرست حکومته غواړي هر څومره ژر چې کېږي د دوی باقې مانده پیسې ورکړي څو دوی خپلې نیمه کاره پروژې بېرته پېل کړي.
د یوه خصوصي شرکت مسوول نازکمیر زیارمل وايي:« د پروژو تامینات به موږ اجرا کوو، هغه پروژې چې له ۸۰ سلنې یې زیات کار شوی، یعنې ۲۰ سلنه کار یې پاتې. په دغه لیست کې موږ خپله هم لا شامل یو.»
د کرنې، صنعتي او سوداګریزو برخو کې د قراردادونو اوه سلنه مالیه هم معاف شوې ده د خصوصي شرکتونو مسوولین شکایت کوې او وایي، تېر ته په کتو سره په اوس وخت کې مالیې لوړې شوې دي.
د یوه خصوصي شرکت مسوول نازکمیر زیارمل وايي:« مالیه له پخوا اوس زیاته شوې، د مالیې فعافیت شتون نه لري. خو په څو شیانو مالیه راکمه شوې، په ځېنو خوراکي توکو مالیه راکمه شوې خو په ټولو راکمه شوې نه ده، یوازې په بورې، غوړیو او په اوړو باندې مالیه راښکته شوې. په دغو درې قلمه توکو باندې مالیات یا ګمرکي مالیه یوه اندازه راکمه شوې خو په بدل کې یې بیا پر تیلو، روب او مکرونیو باندې مالیه لوړه ده.»
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« دا څه نوې خبره نه ده. د نوي حکومت دنده ده چې د نظام ټولې پاتې شونې کړنې عمل کړي.»
خو مجاهد بیا وایي، د مالیې وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۷۸ عمراني پروژې پلې کړې دي او دغه راز د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې کاري وخت زیات کړی او د صنعتي سکټور درې میاشتني مالیات یې له څلور سلنې دوه سلنې ته راښکته کړي.
اسلامي امارت د هېواد په ګمرکونو کې د کاري ساعتونو ډېرول، د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه په لېږد او رالېږد کې اسانتیاوو برابرول، د صنعت د پیاوړتیا په موخه د کرنې، صنعت او سوداګریزو سکټورونو په قراداد کې د اوه سلنې مالیې معاف کول او ګڼ نور د مالیې وزارت لاسته راوړنې بولي.