د پاکستان لنډمهال لومړي وزير انوارالحق کاکړ په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اسلامي امارت د یوه منظم او ټولګډونه حکومت په رامنځته کولو کې ناتوانه بللی دی.
کاکړ په یوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي، د مخکېني حکومت چارواکو د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره سره افغانستان کې مرکزي حکومت او امنیت تامین نشو کړای او په خبره يې له اوسني سرپرست حکومت په لنډه موده کې ورته تمه لرل نامناست کار دی.
کاکړ ادعا کړې، که څه هم سرپرست حکومت په افغانستان کې امنيت ټينګ کړی، خو په خبره يې لاهم دغلته يو مرکزي او ټولګډونه حکومت نشته دی.
هغه زیاته کړې: « په افغانستان کې داسې یو مرکزي واک بشپړ شوی نه دی، دوی حکومت ترلاسه کړی؛ خو په څرګنده یې اغېزو خپل ځای نه دی نیولی او دې ته به وخت په کار وي. په تېر کې هم دوه ټرېلیونه ډالر ولګول شول، خو د اشرف غني حکومت مرکزي واک ترلاسه نه کړ؛ له طالب نه په اتو میاشتو کې دا تمه کول هم زما په نظر زیاتی دی.»
کاکړ دغه راز د پاکستان قوانين د قران مطابق بولي او له همدې کبله له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې هر راز مذاکرات ردوي.
کاکړ له دې وړاندې د کابل په منځګړيتوب له يادې ډلې سره ترسره شوي مذاکرات تېروتنه بولي او زياتوي، اوس پاکستان ورته مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه لري.
کاکړ زیاته کړې: « که د تاسې ته یاد وي، خبرې اترې هم دا چې د چا په وینا شوي، د چا په غوښتنه شوي زه هغې لور ته نه ځم؛ خو هرومرو شوې دي او اغېزې یې موږ وینو. موږ دا منو چې دا د پاکستان یوه ډېره نامناسبه پرېکړه وه چې له ټي.ټي.پي سره یې خبرې په هغه انداز پیل شوې وې، ریاست ته دا ډول کردار خپلول نه دي په کار، ریاست باید خپل مسوولیتونه پوره کړي او زما په نظر ریاست کې اوس دا احساس پيدا شوی او په پالېسیو کې به یې اوس تسلسل پیدا شي.»
کاکړ افغان وګړي د پاکستان امنيت لپاره ګواښ نه بولي، خو ټينګار کوي، چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.
هغه زیاته کړې: « زه افغانستان او افغان قوم هېڅکله پاکستان ته ګواښ نه ګڼم او په دې یې نه ګڼم چې هغه ځانته خپله پېژندنه لري، خپله ځانګړې ځمکه لري، کلتور لري، له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې لري. دوی سره هم دا احساس شته، په دې خاوره کې په کونړ یا اسعداباد او یا نورو سیمو کې کوم خلک د څه لپاره لاریونونه کوي، کوم خلک یې ملاتړ کوي. د دوی هم ځينې مسایل شته، ډېرې خبرې موږ د رسنیو له لارې کوو او ډېرې نورې بیا نه کوو.»
د افغانستان سرپرست حکومت د نوموړي څرګندونو په اړه هېڅ نه وايي، خو د سیاسي چارو کارپوهان بيا وايي، پاکستان په افغانستان کې د مرکزي او پياوړي نظام غوښتونکی نه دی او په خبره يې تل يې دغلته د يوه کمزوري حکومت د واکمنېدو پلوي کړې.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « پاکستان تل په افغانستان کې یو ضعیف او لاسپوڅی حکومت غواړي. کله چې کوم حکومت خپل اقتدار ته رسېږي، په خپلو پښو درېږي، خپل استقلالیت او ملي ګټو ته ژمن پاتې کېږي، بیا نو دوی تخریبات پیلوي او غواړي ضعیف یې وښيي او نړۍ او غرب ته دا ښيي چې دا زما کنټرول ته راکه چې زه یې رهبري کړم. په دا وروستیو کې د افغانستان پرمختګونه، نړیوالو سره اړیکې، نړیوالې ناستې، له چین سره په رسمي ډول سفارت پرانېستل کېږي، د شرق او غرب لخوا دلته فکر کېږي او د پرمختګ په زېرمو کار کېږي؛ نو دا پاکستان ته د زغم وړ نه ده.»
که څه هم د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته خپل وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بللی؛ خو کاکړ ویلي، هغه یو شخصي سفر وو او ده سره یې په اړه هېڅ مالومات نشته دی.
دغه راز کاکړ ویلي، په افغانستان کې د هر ډول نظام د جوړېدو پرېکړه په خپله د افغانانو په لاس کې ده او دغلته د حاکم حکومت رسميت پېژندل بيا نړيوالو پورې اړه مساله ده.