د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) چې د افغانستان په ګډون، د نړۍ په ۱۲۳ هېوادونو کې له اړمنو وګړو سره د خوړو رسولو په موخه مرستې کوي، پر خپله اېکس پاڼه یې د اړمنو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له دوی سره یې د مرستو کولو په موخه د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.
یاد پروګرام زیاته کړې:« په بېړنۍ توګه۷۶۰ میلیونه ډالرو بسپنې ته اړتیا لرو، تر څو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته په افغانستان کې دوام ورکړو.»
د دوو لسیزو جګړو او په کوردننه او بهر کډوالۍ د اړمنو افغانانو اقتصادي وضعیت کمزوری کړی او د نړیوالو بشري مرستو ته یې اړ کړي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي د نړیوالو مرستې د لنډمهال لپاره مهمې بولي، خو ټینګار لري، چې یادې مرستې دې د کار زمینې پر برابرېدو بدلې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي:« ښايي له ۴۰ له ۵۰ سلنو پورې مرستې شوي وي، خو موږ او تاسو ګورو، امریکا هم ویلي چې شاوخوا ۳ میلیادره ډالرو پورې په افغانستان کې په دغو څو کلونو کې مرستې شوي. د دې پر ځای چې موږ خلک مفت خواره کړو یا یې خیرات خواره کړو باید د دوی لپاره اساسي په هغو برخو کې کار وکړو ترڅو ورته د کار زمېنه برابره شي.»
اسلامي امارت له دې وړاندې تائید کړې، چې د نړیوالو بشري مرستو ته په کور دننه اړتیا شته، خو اقتصاد پوهان غوښتنه لري، چې د بشري وضعیت د لا زیات نه خرابېدو لپاره دې نړۍ سره په اړیکو کې بدلون راشي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو را پدېخوا یې افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.