• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ بورډ احمد شاه سلیمانخېل د غواروي کميټې سرپرست ټاکلی

کرېکټ بورډ احمد شاه سلیمانخېل د غواروي کميټې سرپرست ټاکلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/30

له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نړيوال جام سيالو کې له پرلپسې ماتو وروسته نانندرۍ راپورته کړي.

د ياد جام لپاره ټاکل شوې لوبډله د کرېکټ مينوالو او مبصرينو له جدي نېوکه سره مخ شوه او تر ډېره د دې ناکاميو ګوته د کرېکټ بورډ غواړي کمټې مشر اسدالله خان ته نېول کيده.

اسد الله خان له دې غبرګونونو وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه وضاحت ورکولو ته اړ شو او يې وليکل، چې له نولس کلنو کم عمره لوبډلې په ټاکنه کې يې ونډه نه لرله.

هغه زیاته کړې:« زه له نولس کلنو کم عمره او يا د شل اوریزه ټيم لپاره مسوول نه يم؛ ځکه چې ما هېڅ نه دي جوړ کړي.»

د اسدالله خان دې څرګندونو د کرېکټ مېنوالو، مبصرينو او پخوانيو لوبغاړو ترمنځ په کرېکټ بورډ کې دننه د اختلافونو په اړه انديښنې پیدا کړې او هر يوه له کرېکټ بورډ څخه د وضاحت غوښتنه کوله.

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد پرخپله فیسبوک پاڼه له نولس کلنو کم عمره لوبډلې د ټاکوونکي ډلې په اړه پوښتلي او نه وضاحت يې د وطن پر برخليک لوبه کول بللي دي.

عابد زیاته کړې:« د کرېکټ په اداره کې د ۱۹کلنو د لوبډلې د انتخاب زموار څوک شو؟ د وطن پر سرنوشت لوبه کوونکي دې ازاد ګرځي.»

د غواري کمېټې د مشر اسدالله خان له څرګندونو وروسته کرېکټ بورډ خپل نوی تصيمم اعلان کړ او د نوموړي پرځای يې پخوانی لوبغاړی احمدشاه سليمانخېل د يادې کميټې سرپرست په توګه وټاکه.

ورزشي خبريال او مبصر جعفر هاند پرخپله ټویټرپاڼه دا پريکړه حیرانوونکي او خواشينونکې بللې او د پوښتنې په توګه يې ويلي، چې د کرېکټ بورډ د غواړي کمېټې د مشر صلاحيت دا وي نو د نورو به څه حال وي؟

په ورته مهال د کرېکټ يو شمېر نور مبصرين  نېوکه کوي، چې د ملي او نورو لوبډلو لپاره د لوبغاړو په ټاکلو کې ځانګړی معيار په پام کې نه نېول کيږي او غیر مسوول کسان لوبغاړي انتخابوي.

له دې ننداريو سره سره کرېکټ بورډ د سريلانکا پر وړاندې ټيسټ سياليو لپاره شپاړس کسيز نوملړ اعلان کړی، چې تر ډېره په کې نويو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی دی.

خو پر دې نوملړ هم نېوکې شوي، د کرېکټ پخواني لوبغاړي باطن شاه عبدالرحيمزي دا انتخاب د ځينو افغان وړتيا لرونکو لوبغاړو په حق کې ښکاره ظلم بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

فبروري 2, 2025
کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

جنوري 9, 2025

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist