د مقاومت جبهې نومې ډلې مشر احمد مسعود په یوې انلاین غونډه کې ادعا کړې، چې نړيوال د افغانانو له لوري د سرپرست حکومت خلاف د پاڅون په تمه دي.
د سیاسي چارو شنونکي د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د تېرو څلورو لسېزو جګړو له امله افغانانو ته په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او له همدې کبله د هېڅ بلې جګړې غوښتونکي نه دي.
دوی وايي، د بهر ميشتو ډلو له لوري په افغانستان کې د بلې جګړې پيلولو ته لابي او کمپاين کول د افغانانو په حق کې جفا ده او په خبره يې ټولې ستونزې بايد له جګړې پرته په تفاهم حل شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« دا چې له بهره د جنګ اوازونه څوک پورته کوي، دا په حقیقت کې له افغانستان سره لویه جفا ده. د افغانستان خلک جنګ نه غواړي. افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی. هر څوک چې هره ملاحظه لري را دې شي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د کور دننه دې خپل معقول وړاندېزونه د خبرو له لارې وړاندې کړي. دا یې غوره لاره ده. »
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« اصلاحات باید راوستل شي، ټول افغانان باید سره لاس یو کړي، ترڅو یوه ملي تفاهم سره ورسېږي. نور باید د جګړې ټغر د تل لپاره له افغانستانه ټول شي.»
ځینې نور بیا وايي، پخواني چارواکي او سیاسیون چې اوس مهال په بهر کې مېشت دي او خپلو کورنیو او اولادونه ته یې هوسا ژوند زمینه برابره کړې، بیا هم د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، چې افغانان په بلې جګړې کې ښکیل کړي.
د دوی په باور، اسلامي امارت ته هم په کار ده، چې د ولس مشروع غوښتنې ومنې څو ولس بیا ځلې په ازمایل شویو سیاسي څېرو باور ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« په داسې وضعیت کې هغه افغان سیاستوال چې لاهم پر جګړې ټېنګار کوي، چې لاهم په جګړو او وینو توئیدو کې خپلې ګټې ګوري، لاهم غواړي افغانان یو ځل بیا د پردیو استخباراتي ګټو او جګړو لپاره کرایه کړي د دوی دا دریځ له افغانستان سره خیانت ده او لویه کې دا لاره ترکستان ته تللې.»
د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، افغان ولس ته هېڅکله هم پخواني سیاسیون او چارواکي د منلو نه دي او نه غواړي چې د افغانستان په راتلونکې کې دې سياسي رول ولري.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سېد بلال احمد فاطمي وايي:« د احمد مسعود خبرې بې ځایه او هر څه له لاسه ورکونکي سړي ته پاتې کېږي چې هغه ته نور هېله پاتې نه ده، ځکه خو کله په ویانا کې وي، کله په مسکو کې وي، کله په تاجکستان کې وي، هرې خوا منډې وهي ترڅو یو څه لاس ته ورشي. خو څه لاس ته نه ورځي، ځکه ملت یې تر شاه ولاړ نه دی او ملت دا حرکت نه تائیدوي. د ملت او دوی ترمنځ فاصله شتون لري.»
له دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې د حکومت خلاف د هېڅ وسلهوال حرکت ملاتړ نه کوي.
یوه امریکایي پوځي چارواکي له یوې رسنۍ سره ویلي، چې امریکا به په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي.
په دې تړاو مو د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت، خو خپل نظر يې وړاندې نه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم احمد مسعود ویانا کې یوې غونډې ته ویلي ول چې د افغانستان د ستونزې حل او راتلونکې لپاره باید یوه ګډه لار نقشه جوړه شي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارولي ول.