Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/30

بهرنیو چارو وزارت کې  د دوشنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال د سلواغلې پر ۹ مه) د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو ” د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار ” تر عنوان لاندې ناسته ترسره شوه.

ټاکل شوې وه دغه ناسته د دوشنبې په سهار ۹ بجې پيل شي، خو هوا د خرابوالي له کبله د ماښام شااوخوا پنځه بجې پيل شوه.

یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل:« زه هیله من یم څو له دې موکې په استفادې سره موږ او تاسې وکولی شو له اشغال او جګړې وروسته افغانستان کې د رامنځته شویو فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړو.»

دا ناسته د سیمې د هېوادونو لخوا د مثبت تعامل د نوي فصل اعلان بلل کېږي. د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته دا لومړی ځل دی، چې کابل د سیمې پر کچه د یوې لویې غونډې کوربه‌توب کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو حکومتولۍ جوړښتونو او پرمختیایي ډولونو ته درناوی لري او له نورو هم تمه لري، چې د سرپرست حکومت جوړښت ته درناوی ولري.

امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی بلکې له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښې اړيکې غواړي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت پر مهال دا ثابته شوې چې سیمه ییز لیدلوری د اقتصادي اتصال پر بنسټ د سیمې پر محوریت د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسي ستنه ده. دا یوازې شعار نه دی، بلکې باور لرو چې د افغانستان او سیمې پرمختګ پر یو بل پورې تړلي دي.»

متقي وايي، د افغانستان تاریخ ښودلې چې بهرنۍ  او تپل شوې نسخې ګټورې نه وې او ټينګار يې کړی، چې نه بايد په افغانستان کې ناکامې تجربې تکرار شي.

سرپرست وزیر دې ناستې ته د خبرو پر دوام هېله وښوده، چې د دوحې راتلونکې ناسته چې د فيبرورۍ پر ۱۸مه پيل کېږي، د دې ناستې غړي هېوادونه د افغانستان رېښتينی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

 متقي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د یوناما فعاله حضور په موجوديت کې د ملګرو ملتونو لخوا د بل استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

هغه زیاتوي:« غواړم له دې فرصته په استفادې روښانه پيغام ولرم. د افغانستان اسلامي امارت د نورو هېوادونو ګټو، انتخابونو، حکومتي جوړښتونو او پرمختیايي موډلونو ته درناوی لري او له نورو هم تمه لري څو د اسلامي امارت انتخابونو، ګټو او د حکومتولۍ جوړښت او موډل ته درناوی ولري.»

په دې ناسته کې چې د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، په کابل کې د ایران او پاکستان شارژدافېرانو سربېره د قزاقستان، اندونيزيا، قزغيزستان، ترکمنستان، ازبکستان، هند، ترکيې، روسیې او چين استازو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دورانی هم ګډون وکړي، خو له اسلام‌اباد څخه دې  ناستې ته کوم استازی نه دی راغلی او په استازيتوب يې کابل کې د دې هېواد شارژدافېر عبدالرحمن نظاماني ګډون کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

مارچ 30, 2026
افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 30, 2026
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist