Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کریمي: کابل کې د تماس ډلې غړیو هېوادونو استازو غونډه جوړېږي

کریمي: کابل کې د تماس ډلې غړیو هېوادونو استازو غونډه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/28

هېواد کی د روانو حالاتو په تړاو د کابل په شمول يو شمېر هېوادونو کی غونډې وشوې؛ خو عام باور دا دی چې یادو غونډو د افغانستان په روانو ستونزو هېڅ مثبت اغېز نه درلوده.

چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي  ویلي، را روانه دوشنبه د سیمې یو شمېرهېوادونو په شمول د افغانستان روانو حالاتو په تړاوغونډه جوړوي.

کریمي ویلي، د روسیې، چین، ایران او پاکستان په شمول یاده غونډه د سیمه‌يیز ابتکار تر نامه لاندې جوړېږي، چې کوربه‌توب به یې کابل وکړي.

بلال کریمي دغه خبرې چین کی د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو له مرستیال سره په لېدنه کی کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د افغانستان اړوند زیاترو هېوادونو کې غونډې وشوې؛ خو کومه مثبته پایله یې نه درلوده.

دوی وايي، وېره دا ده چې ورته غونډو کې نړیوال خپلې سیاسي موخې څاري او د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د  افغانستان په تړاو په بېلابېلو وختونو کې یو شېمرغونډې ترسره شوې دي؛ خو دغه غونډې تر ډېره بریده دوه مخې لوبه ښي، دا په دې معنی چې هېڅ چا هم عملي ګام پورته نه کړ او له دې داسې مالومېږي چې دغه غونډې خپلې موخې لري او هر څوک یې د خپلو سیاسي ستونزو د حل لپاره ترسره کوي.»

یو شمېر نور بیا وایي، هره هغه غونډه چې د افغانستان په تړاو ترسره کېږي د هېواد پر ګټه ده او اسلامي مارت باید دغه ډول چانسونه له لاسه ورنه کړي او ښه ګټه ترې پورته کړي.

د دوی په خبره، دا ډول غونډې کولی شي چې د نړۍ او افغانستان ترمنځ شته ستونزې هوارې کړي او په دې توګه د نړیوالو باور پر اسلامي امارت زیات شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وایي: « د افغانستان په تړاو هره غونډه چې هر ځای ترسره کېږي ډېره مهمه ده، دا چې په کابل کې په لومړي ځل د اسلامي امارت په کوربه‌توب د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون غونډه ترسره کېږي، لومړی ارزښت یې د موقعیت او جغرافیې له مخې دی، دویم ارزښت یې دا دی چې له دې لارې به موږ د سیمې له هېوادونو سره همغږي او همکاري رامنځته کړو او د افغانستان اوسنۍ کشالې ته به یوه ګډه د حل لار پيدا کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په کابل کې د تماس ډلې غړیو هېوادونو ترمنځ د غونډې ترسره کول خپل ځانګړی ارزښت او اهمیت لري، ځکه دا د افغانانو په نوښت او کوربه‌توب جوړېږي او دا چې په اوسنیو حالاتو کې افغانستان نږدې له نړیوالې انزوا سره مخ دی او اقتصادي ستونزې لري؛ نو په دې برخه کې د کابل غونډه اړین رول لوبولی شي او د همدې له مخې به د دوحې غونډه هم ترسره شي.»

په ورته وخت کی د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه د دغې غونډې پخلی کړی او یاده غونډه یې د افغانستان او سیمې هېوادونو پر ګټه بللې ده.

شنونکي وايي، ورته غونډې به د قطر په راتلونکې غونډه ښې اغېزې ولري او هېواد به تر ډېره له اقتصادي او سیاسي ستونزو وباسي.

 دوی وایي، د سرپرست حکومت مسوولین دې له دغې غونډې د هېواد پر ګټه استفاده وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولینو نظر واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم هغوی حاضر نه شول چې د یادې غونډې په اړه موږ ته مالومات راکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist