د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي، باید د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره سم ژوند وکړي.
کاکړ ویلي، د افغانستان په ګډون ټول هغه کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي، باید د پاکستان د کډوالۍ قوانین ومني او مراعت یې کړي.
کاکړ د دې ترڅنګ ویلي، د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان له رسمي ادرسه افغانستان ته نه و تللی او په خبره یې دا د هغه شخصي سفر و.
کاکړ زیاته کړې: « د ګاونډي هېوادونو او په ځانګړي توګه د افغانستان کډوال باید د پاکستان د کډوالۍ قوانین پر ځان پلي کړي، هغه قوانین چې په ټوله نړۍ کې عملي کېږي او همدارنګه مولانا فضل الرحمن افغانستان ته شخصي سفر درلود، پاکستان حکومت په کې مستقیما لاس نه لري. د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته د ګاونډي هېواد د وضعیت په اړه مالومات ورکړل شوي وو.»
په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان حکومت تر دې دمه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال پر زور بېرته افغانستان ته را ستانه کړي او پر دې سربېره ۸۰۰ نور یې زندانونو ته اچولي وو، چې په خبره يې د افغان سفارت په هڅو نږدې ۹۰ سلنه یې بېرته ازاد شوي.
د تخاري په خبره، اوس له افغان کډوالو سره د پاکستان په چلن کې نرمښت راغلی او هغه کډوال چې قانوني اسناد لري، د حکومت له لوري ورته ستونزې نه جوړېږي.
هغه زیاتوي: « تېر کال اکتوبر میاشت کې دلته د افغانانو پر وړاندې چاپې پیل شوې، چې نږدې درې میاشتې یې دوام وکړ او په دې موده کې ډېری افغانان ونیول شول، له پاکستانه واېستل شول او ډېری نورو په خپله خوښه پاکستان پرېښودو او خپل هېواد ته لاړل. د دوی ټولو شمېر شاوخوا ۶۰۰ زره و چې افغانستان ته ستانه شوي. همداراز ډېری افغانان چې قانوني اسناد یې هم درلودل نیول شوي او په سند ایالت کې چې کوم افغانان د قانوني اسنادو له درلودو سربېره هم نیول شوې وو، ۸۵۰ شاوخوا کسان وو چې دا موږ په خپلو هلوځلو خوشې کړل او خپلو کورونو ته لاړل.»
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان په ښکاره د کډوالۍ له هغو نړيوالو قوانینو سرغړونه کړې، چې ټینګار پرې کوي او برعکس يې سلګونه زره افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې اېستلي دي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « له بده مرغه پاکستان نه خپل داخلي قوانینو ته ژمن دی او نه نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته ژمن دی. ملګرو ملتونو په میلیونونه ډالر کډوالو ته ورکړل خو د پاکستان حکومت دا مرستې افغان کډوالو ته نه دي رسولې، اوس هم چې کومې پلمې کوي یوازې د فشار په توګه کډوال کاروي. نږدې یو میلیون کډوال له پاکستان او ایرانه پر زور راوویستل شول، کډوال باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي نه پر زور؛ خو له بده مرغه پاکستان یې پر زور راباسي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د پاکستان دا ډول خبرې د تېر په څېر سیاسي موخې لري، دوی د کډوالۍ ټول قوانین او کنوانسینونه نقض کړي دي. سلګونه زره کډوال یې راووېستل او په تېرو څلورو لسیزو کې یې میلیونونه ډالر د کډوالو په نامه وخوړل. هېله لرو چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د کډوالۍ ناورین د افغانستان له سیاسي موضوعاتو سره ګډ نه کړي او د افغانستان له حاکمیت سره چې کوم سیاسي اختلافونه لري دا د خبرو اترو له لارو حل کړي.»
له دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي ول، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري د جنورۍ میاشتې تر وروستیو ټول ستانه کوي او له هغې وروسته به د اسناد لرونکو افغان کډوالو لړۍ پیل کړي.