د اقتصادي چارو کارو پوه عبدالجبارساپی وايي: « د افغانستان په ګټه موږ په هېواد کې پانګونه کوو، هېواد کې بدلون او د فقر له منځه وړل په همدې خصوصي سکټور او پانګونې له لارې کېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوه حاجي یونس ځدراڼ وايي: « همداشان د نړۍ نور هېوادونه هم کولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د حکومت له لوري ډېره ښه زمینه ورته برابره ده اود نړۍ هېوادونو ته دا ډېر ښه فرصت دی، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې ټينګې کړي.»
یو شمېر نور د اقتصادي چارو کارپوهان هم مني، چې له سیاسي بدلون وروسته د نړيوالو مالي سازمانونو له لورې تمويلېدونکو ګڼو لويو او وړو پروژو کارونه نیمګړې پاتې دي او له حکومت غواړي چې له نړۍ سره د رغوونکي تعامل له لارې د يادو پروژو تطبيق ته زمينه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: « هغه بنسټونه او موسسې چې مخکې یې په افغانستان کې یې له ۷۵۰۰ زیاتې پروژې تمویلولې، دوی دې راشي او بیا دې خپل کار پيل کړي او پروژې دې پشپړې کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « پاکستان او افغانستان دې د خبرواترو نوی پړاوو پيل کړي او زه ډاډه یم چې له دې لارې به ستونزې هوارې شي.»
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې تېر کال د یو مېلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان توکي پاکستان ته صادر شوي دي چې تازه میوه او کاني مواد په کې شامل دي.