Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

اسلامي امارت د یوناما وروستی راپور بې اساسه وباله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/24

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وروستی راپور، چې په افغاستان کې د ۲۰۲۳ کال وروستيو درېيو مياشتو بشري حقونو وضعیت په کې ارزول شوی لسګونه پېښې په کې مستندې شوي.

د یوناما راپور د امنیت شورا له خوا یوناما ته له ورکړل شوي ماموریت سره سم، د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې له خوا د ترسره شوي نظارت پر بنسټ ولاړ بللی دی.

په دغه راپور کې اسلامي امارت د ښځو او نجونو حقونو پر نقض او خپلسرو توقیفونو پر تطبیق تورن شوی.

د راپور یوه برخه: « یوناما موندلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د شکایتونو په اړه، څرګند د تطبیق وړ حقوقي چوکاټ نشته. اوسنیو چارواکو د ښځو د کار، زده‌کړو او تګ راتګ د ازادۍ په اړه د محدودیتونو پلي کول جاري ساتلي.»

په دې راپور کې همدا راز وړاندې راغلي چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام هغه زیات شمېر ښځې هم په مجوزو سکټورونو کې له کار کولو منع شوي، چې محرم یې نه درلود.

د راپور یوه برخه « یوناما د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ داسې موارد ثبت کړي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو لخوا  هغه ښځې له کار کولو منع کړي، چې محرم یې نه درلود .»

په داسې حال کې چې اسلامي امارت دغه راپور په بشپړ ډول بې اساسه بللی او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې يې د عادلانه مالوماتو پر اساس راخېستل شوی نه دی بللی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،اوس مهال د افغان ښځو حقه حقونه په بشپړه توګه خوندي او تامين شوي دي.

هغه زیاتوي: « د ښځو د نیونو په اړه د امریکا اندېښنه غلطه ده، ځکه موږ د ښځو نیولو قضیې نه  لرو یوازې دوه یا درې قضیې دي، چې هغه هم د توصیې په حد کې وې.»

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وایي، تر هغې چې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده‌کړو اجاز ور نه کړل شي، د افغان ښخځو حقوق نیمګړي دي.

د ښځو حقونو فعاله فریده اماني وايي: « یو لړ حقونه دي چې باید نجونو او ښځو ته ورکړل شي، لکه: د کار حق، د زده کړو حق او موږ باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړو، که دا حقونه موږ ته راکړل شي نو نور هېڅ ستونزه نه پاتې کېږي او هر څه سم دي.»

له دې وړاندې هم يو شمېر نړیوالو بنسټونو اسلامي امارت د ښځو د حقونو پر نقض تورن کړی، خو اسلامي امارت تل ویلي، د افغان ښځو حقونه تامین دي او د نړیوالو په خوله هغه موارد نه شي منلی، چې له شريعت سره په ټکر کې وي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist