Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي

زابل کې د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

زابل هم د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چي په کې ولسوالیو ته د ورغځېدلو لارو د خرابوالي له امله يې د خلکو شکایتونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

د دې ولایت په شمال کې د میزاني، ارغنداب او دایچوپان ولسوالیو اوسېدونکي وايي، سیمو ته غځیدلي ټولې لارې کنډ او کپر دي او په ژمني موسم کې خو د واورو او بارانونو له امله تر دې هم خرابېږي او دوی ورسره له زیاتو ستونزو سره مخ وي.

دوی له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ولسوالیو ته غځېدلې لارې يې ورته ورغول شي.

د میزاني ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عبدالحنان وايي: « زموږ ولسوالۍ سراسر خطر کې دي، ځکه مریضان مو تر دې ځایه نه شي رارسېدلی. هلته کلېنیکونه نه لرو، لارې په بشپړ ډول خرابې دي.»

د ارغنداب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی رحمت‌الله وايي: « باید ورځ تر بلې دا لارې جوړې شي، هوارې شي. لارې دومره خرابې دي چې یو ځل مو موټر له اختیاره ووت نو بیا له سخت ګواښ سره مخ کېږو.»

د دایچوپان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی حبیب الله وايي: « په دا ژمي کې بازار ته د مریضاتو وروستل ډېر سخت دي، کوچني موټر په دې لارو تللی نه شی، غټ موټر نشته؛ نو ستونزې بیخي زیاتې دي.»

بل خوا بیا د زابل ځايې مسوولین د خلکو دغه ستونزې مني، خو وايي، د امکان تر حده به د شته امکاناتو پر مټ دغه لارې ورغوي.

د زابل د ټولګتو چارو ریاست مشر مولوی احمد احمد وايي: « موږ الحمدالله  د دې لپاره خپل وسایل لرو او خپلو ستونزو ته په کتو به تر خپلې وسې ان شاءالله کار کوو، داسې ستونزه دې خدای نه پېښوي چې زموږ تر وس وتلې وي. ټولې لارې مو په پام کې نیولې او پلان ورته لرو، چې کار پرې پيل کړو.»

د زابل ولایت د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي داسي مهال د لارو له خرابوالي شکایت لري چي د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د عمومي لویو لارو ترڅنګ ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته له ورغځېدلو لارو څخه خلک شکایت لري؛ خو ډېری وخت يې مسوولین د جوړېدو ډاډ ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist