Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې ټاکنې وځنډول شوې

پاکستان کې ټاکنې وځنډول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/07

د پاکستان مشرانو جرګې داسې طرحه تصویب کړې چې له مخې یې په دغه هېواد کې راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، دغه وړاندې شوې طرحه د دې ښکاروندوي کوي چې  په پاکستان کې د اقتصادي او امنیتي وضیعت درڅنګ سیاسي حالت نازک او تر بل هر وخت پیچلي دي.

شنونکي وايي، اسلام اباد په کور دننه  د ټي.ټي.پي ترڅنګ د پښتون ژغورنې او بلوڅو د خوځښتونو له سیاسي مسایلو،  اقتصادي او امنیتي ستونزو او همداراز سیاسي کړکیچ سره مخ دي.

 د دوی په خبره، د پاکستان له کورنیو ستونزو داسې برښي چې دغه هېواد یوې نړیوالې اوږدې انزوا خواته روان دی.

د سیاسي چارو شنونکی موسي سعادت وايي: « له ټي.‌ټي.‌پي سره د دوی ( پاکستان حکومت) سیاسي ستونزې،  د عمران خان بندي کېدل، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره  د دوی ستونزې او د هغوی بندي کول، له ګاونډيو سره یې د سرپرست حکومت ناندرۍ او لانجې او همداشان د پاکستان آی.اېس.آی او استخبارات هم اوس په هغه موقف کې نه دي چې ۱۰ کاله وړاندې ول. نو دې هر څه ته په کتو ویلی شو چې نور دوی د انزوا په حال کې دی، که څه موده نور هم دا حالات دوام وکړي نو پاکستان به منزوي کېږي.»

 شنونکي وايي، هغه څه چې اوس ورسره پاکستان او ولس یې ورسره مخ دی، د دغه هېواد د پوځ کړنو پایله  ده او اوس په کار ده چې نړیوال پاکستانی پوځ له صحنې لرې کړي او په دغه هېواد کې د تل لپاره قدرت ملکي حکومت ته وسپاري.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د پاکستان پوځ هغه قدرت دی چې د اوس لپاره د خپل ولس، ګاونډيانو او ټول بشریت سره په جګړه دی او د امریکا او انګلیس فرمایشونه مني. د کرمان پېښې دا وښودله چې امریکا او انګلیس د پاکستان په لاس د داعش پروژه اوس هم ژوندۍ ساتلې. دا پوځ باید په یوه مشخصه تاریخي مقطعه کې د خپلې اټومي بټۍ له صلاحیته بې برخې او د نړیوالو اصولو پر بنسټ په پاکستان کې قدرت ملکي ادارې ته پرېږدي.»

ځينې نور بیا په دې اند دي چې پاکستان د خپلو غلطو سیاستونو له امله له داسې وضعیت سره مخ دی .

دوی وايي، اوس اسلام اباد د خپل هغه بهرني او کورني سیاست پایلې تجربه کوي  چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې د ګاونډيانو او په تیره د افغانستان پروړاندې غوره کړی وه.

د مالوماتو له مخې، پاکستاني چارواکي په خپلو چارو کې خپلواک نه دي او د دغه هېواد واګي د ۳۰۰ په نوم نړیوالې کمیټې په لاس کې دي چې مشري یې انګریزان کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې نن پاکستان له سترو سیاسي او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی، لامل یې دا دی چې پاکستان په دې سیمه کې خپل حد او اندازه ونه پېژنده، له بلې خوا خپلواک نه دی او کنټرول یې د  ۳۰۰ په نوم کمېټې په لاس کې دی.»

اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پروړاندې ونه کارول شي او همدا راز د نورو ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د امن او ثبات پلوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ د پاکستان سوکالي او ثبات غواړو، پاکستان کې امن غواړو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې وکارول شي.»

د  پولیسو او پوځ ترڅنګ اوس په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو پر مشرانو هم بریدونه پیل شوي چې تازه د جمیعت علماء اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمن او همداراز د یو بل سیاسي ګوند مشر او د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ هم له مرګونو بریدونو روغ وتلي دي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist