• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

روغتيا نړيوال سازمان: له پاکستانه راستنو شویو زرګونه افغان کډوالو ته مو روغتيايي خدمات وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/28

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو بهير له دوه نيمو مياشتو راهيسې دوام لري، خو وخت ناوخت دغه راستنېدونکي د سپين بولدک او تورخم په پنډغالو کې د روغتيايي خدمتونو له کموالي شکايت کوي.

خو د روغتيا نړيوال سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې  يوازې له سپټبر تر نومبر میاشتې پورې په يادو پنډغالو کې یې زرګونه راستنو شویو کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، له خپلو شريکانو سره يې په کډه له پاکستانه په زور را اېستل شویو شاوخوا ۱۶۸ زرو افغان کډوالو سره روغتیایي مرستي کړي دي.

د راپور یوه برخه:« راستېدونکو کسانو لومړني روغتیایي خدمتونه، روغتیایی مشورې، روانې روغتیا، رواني ملاتړ او همدار راز د ماشومانو او مېندو اړوند ځانګړي خدمتونه تر لاسه کړي دي.»

په راپور کې ویل شوي چې  پاکستان د ساړه او سخت ژمې په درشل کې افغانان پر زور خپل هېواد ته ستنوي او له همدې کبله د راستنېدونکو کسانو ترمنځ بېلابېلې ناروغۍ زياتې شوي دي.

د  راپور یوه برخه:« د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ډیسمبر ۱۹ پورې۱۶۷ زره ۷۹۷ کډوالو ته خواړه، درمل او نور روغتيايي خدمتونو په برخه کې مرستې رسول شوي.»

بل لور ته له پاکستانه تازه راستانې شوې کورنۍ وايي، په پنډغالو کې د دولتي ادارو او نړیوالو روغتیايي سازمانونو له روغتیایې خدمتونو خوښ دي.

دوی د خپل ژوند او کورنۍ د خوندیتوب لپاره په روغتیایي او ورته نورو برخو کې د دې بنسټونو پر دوام داره ملاتړ ټینګار کوي.

له پاکستانه یو تن راستون شوی افغان کډوال وايي: « موږ ډېر ترې خوښ یو، هغه که سره میاشت ده او که صحت عامه؛ ټول شپه او ورځ  زموږ خدمت ته ولاړ دي، درمل شته، هېڅ ستونزه نه لرو او ښه په منظم ډول زموږ خدمت ترسره کېږي.»

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران د راستونو شویو کسانو روغتیا ته په اشاري وایي، له پاکستانه جبري ایستل شوي ټول افغانانو درملنه باید پر وخت ترسره شي څو د ساري ناروغیو د خپریدو لامل نه شي.

ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « په روغتیايي برخه کې د دوی مرستې د ستاینې وړ دي، ځکه که د نوي راستنېدونکو کډوالو ته د واکسین په برخه کې یا ساري او رواني ناروغیو برخه کې دوی سره مرسته ونه شي نورو ته هم ګواښ کېدلی شي، له دوی سره له زور زیاتي کار اخېستل شوی، ځورول شوي، نو دلته ورته په منظم ډول روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له سيپټمبر میاشتې راهیسې د تورخم او سپین بولدک له لارې ۷۷۶۰۰ افغانان له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي
روغتیا

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې
روغتیا

د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې

مې 7, 2025
ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه
روغتیا

ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

مې 3, 2025
تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي
روغتیا

تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي

مې 1, 2025
جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي
روغتیا

جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي

مې 1, 2025
اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي
روغتیا

اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي

اپریل 27, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist