Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروزګان ولایت کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

اروزګان ولایت کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/30

د اروزګان ولایت خلک له تېرو څو لسیزو راهیسې له روغتیایي خدمتونو بې برخې وو چې ورسره د مور او ماشوم مړینه هم ډېره شوې وه.

خو اوس د یاد ولايت د عامې روغتیا مشر ډاکټر محمدالله روحاني وايي، د پخوا  پرتله اروزګان کې د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د روحاني په خبره، لري پرتو سيمو ته د روغتيايي خدمتونو غځيدل د دې لامل شوي چې د مور او ماشوم د مړيني کچه کمه شي.

روحاني زیاتوي: « د مور او ماشوم مړینه خو اوس د پخوا پرتله بیخي ډېره کمه شوې، ځکه چې په هره ساحه او هر کلي کې کلنیک شته او له نېکه مرغه په ټولو کلنیکو کې موږ زنانه ډاکټرانې لرو او ناروغانو ته ولادت ورکوي. مخکې به زنانه ډاکټرانې کمې وې او د کلنیکونو د کموالي ستونزه وه، اوس په ټولو ساحو کې الحمدالله کلینکونه شته او ستونزه حل ده، له لسو تر شلو کلینکونه جوړ شوې دي چې دا هم یوه لاسته راوړنه ده او د مړینې د کچې په کمولو کې یې مثبته اغېزه کړې.»

په ورته وخت کې يو شمير مېندې هم وايي، د پخوا پرتله يې روغتيايي مرکزونو ته لاس رسی زيات شوی دی او ډېر ولادوتونه په روغتيايي مرکزونو کې ترسره کيږي.

د چورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ګل دانه وایي: « اوس ډېری ولادتونه په کلنیکونو کې ترسره کېږي، ولسوالۍ کې کلنیکونه شته که ډېره ستونزه وي بیا هم تر خپلې سیمې بلې خوا ته اړتیا نه ده پېښه شوې.»

اخوا د اروزګان اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې په دي وروستیو کي د مور او ماشوم په مړینه کي کموالي راغلی خو غوښتنه کوي چې دې برخې ته دي روغتيايي مسوولين پاملرنه زياته کړي.

د اروزګان یو اوسېدونکی محمد صدیق وايي: « تر ډېره حده د مړینې کچه را ټيټه شوې ده، ځکه خلک په اسانۍ کولی شي له ولسوالۍ څخه مرکز ته راشي او پر وخت رسېدنه ورته کېږي او له ډاکټره سالمې مشورې ترلاسه کولی شي .»

د اروزګان یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « د پخوا پرتله د مور او ماشوم مړینه ډېره کمه شوې، ځکه پخوا به لارې بندې وې، ناروغ پر وخت روغتون ته نه رسېده او اوس دا ستونزه حل شوې ده، موږ هېله لرو چې کوم روغتونونه غېر فعال دي هغه هم راته فعاله کړي.»

اروزګان ولایت کې داسې مهال ځايي مسوولين د مور او ماشوم د مړينې د کمښت خبر ورکوي چې تازه دي ولايت کې ۱۵ نوي روغتيايي مرکزونه جوړيږي چې ډېر خدمات به يې د ولادتونو ترسره کيدو برخه کې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist