د فنلنډ لومړی وزیر پيټري اورپو وايي، له روسیې سره پر ګډه پوله امنیتي تدابېره زياتوي او په خبره یې د هغو پناغوښتونکو مخنیوی به وکړي، چې د افغانستان په ګډون له ځینې نورو هېوادونو د روسیې له لارې فنلنډ او بیا اروپا ته اوړي.
د اورپو په خبره، له روسیې سره پر پوله به د پناغوښتونکو د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.
هغه زیاتوي:« روسیه دا کار د یوه منظم پلان له مخې مخته وړي، څو اروپايي ټولنې ته امنیتي ګواښونه زیات کړي. خو هغه پناغوښتونکي چې د روسیې له لارې فنلنډ ته راځي، د مخنیوي لپاره به یې د سوېډن په همکارۍ له روسیې سره پر ګډه پوله پوځي څار زیات کړو.»
له دې سربېره د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې یوه خبري کنفرانس کې ویلي، مسکو له فنلنډ سره پر ګډه پوله د ناقانونه پناغوښتونکو لپاره د دې ضمینه برابروي، چې اروپا ته ځانونه ورسوي او هم روسیه له کډوالۍ د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
هغه زیاته کړې:« په وروستیو اونیو کې مسکو هڅه کړې، چې د فنلنډ او روسیې پولې ته د کډوالو راتګ اسانتیاوې برابرې کړي او فنلنډ د پولو تړلو ته هڅوي. له دې سره روسیه غواړي له کډوالۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي، څو په ګاونډیو هېوادونو او د ناټو په متحدینو فشار راوړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه افغانان چې اروپا ته د روسیې یا نورو هېوادونو پر قاچاقي لارو ځي، ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله کډوال کېږي او په خبره يې سرپرست حکومت د يوه مسوول بنسټ په توګه دې په کوردننه ټولو افغانانو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« دلته په دې برخه کې دوه موضوعات دي، یوه موضوع دا ده چې د مسافرت او کډوالۍ اساسي موخې پيدا شي او مخنیوي یې په کوردننه وشي چې ولې یو څوک اړ کېږي چې له خپل هېواد بل ته مسافر شي؟ اصلي لامل یې څه دی باید پیدا شي. دویم دا چې اسلامي امارت اوس د مسوول حکومت په توګه اړ دی چې په هر ځای کې د خپلو افغانانو پوښتنه وکړي.»
ځیني نور بیا دا د سرپرست حکومت مسوولیت ګڼي، چې باید د افغان ځوانانو د اقتصادي ستونزو او د هغو عواملو په اړه څېړنيز کمېسيون رامنځته کړي، چې له امله يې ځوانان پر سختو او خطرناکو لارو بهر ته پرتګ مجبورېږي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« خامخا که دا لړۍ همدا شان دوام وکړي، دا د افغانستان راتلوونکې پر زیان ده، دلته بیا کادرونو، نوي نسل او نوي فکرونو ته ډېر زیان رسېږي، نو دولت ته په کار ده چې دا مالومه کړي، وې ګوري، عوامل یې پيدا کړي چې ولې خلک ځي؟ ایا خلک له وېرې ځي؟ ایا خلکو ته امنیتي ستونزې دي؟ د زده کړو برخه کې ستونزې دي، اقتصادي ستونزې دي، ټولنیزې ستونزې دي. د دې لپاره دې ځانګړې کمېټه جوړه کړي او څېړنه دې وکړي او بیا دې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.»
د فنلنډ حکومت ویلي، هره میاشت زرګونه ناقانونه پناغوښتونکي له روسیې فنلنډ ته وراوړي چې ډېری یې د افغانستان، سومالیا، پاکستان، سوریې او یمن وګړي دي.