Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
‌جرمني کې راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

‌جرمني کې راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/28

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې ډېسمبر میاشتې پر۹ مه جرمني د افغانستان په تړاو د یوې ناسته کوربه وي، د دې ناستې د اجنډا د هېواد سیاسي او بشري وضعیت ارزونه ښودل شوې.

که څه هم په سر کې داسې ویل کېدل، چې دې ناسته کې به د سرپرست حکومت استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شي، خو د مالوماتو له مخې، ښايي دغه ناسته هم د نورو هغو په څېر د افغان حکومت له استازي پرته ترسره شي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور په ټولو هغو ناستو کې چې د افغانستان مسله یې د بحث اصلي محور جوړوي، خو  سرپرست حکومت ته د ګډون بلنه نه ورکول کیږي تر شا یې سیاسي موخو ته رسېدل وي.

 د دسیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي: « هره هغه ناسته چې د افغانستان په تړاو په نړیوال سټېج یا د سیمې په کچه جوړېږي او د افغانانو یا د اسلامي امارت استازی هلته ګډون نه کوي یا چا چې ګډون کړی د همدوی د سیاسي موخو لپاره داسې غونډې جوړېږي، ځکه په معامله، تعامل، حل لاره، جرګو او هره بله مسله کې به مقابل لوری هلته حضور لري څو خپلې خبرې ولري او له خپلې موضوع دفاع وکړي.»

ځېنې نور بیا وايي، په تېرو دوو کلونو کې که څه هم د افغانستان د قضیې د هراړخیز حل په موخه په سیمه او نړۍواله کچه ګڼې ناستې ترسره شوي؛ خو د افغان حکومت نه حضور یې پایلې تر خپلې شعاع لاندې راوستي.

 د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « هر هېواد د افغانستان پر وړاندې خپلې ګټې او لویې موخې لري، هر یو هڅه کوي چې د افغانستان په قضیه  کې ځان وویني، کله غونډې جوړوي، کله اندېښنې څرګندوي، کله خواخوږي کوي او کله هم د اسلامي امارت په رسمیت د نه پېژندلو موضوع وړاندې کوي؛ نو دې هر څه ته په کتو زه فکر کوم کومې غونډې چې ترسره کېږي د اوسني حکومت د استازولۍ د نشتون په صورت کې دا غونډې هېڅ کومه پایله نه لري او نه کومه مثبته ګټه لري.»

بل باور بیا دا دی چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت پالیسیو او تګلارو دې ته زمینه برابره کړې، چې لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي او ترڅنګ یې په ورته نړیوالو ناستو کې افغان حکومت ګوښې پاتې شي.

د دوی په باور دواړو لورو ته پکار ده چې د ستونزو حل لپاره باید د یو بل مشروع غوښتنې ومني او په واقعي ډول حل ته یې لارې چارې ولټوي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا په دې دلالت کوي چې افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې موږ د افغانستان استازي یو او نړیواله ټولنه باید راسره خبرې وکړي. موږ په دې باید فکر وکړو چې ولې نړیوالې ټولنې داسې موقف غوره کړی، د دې لاملونه روښانه دي، افغان حکومت لومړی باید د ښځو او بشري حقونو ته احترام وکړي.»

 د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش وايي: « ښه دا ده چې هم نړیواله ټولنه او هم اسلامي امارت دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او له هرې لارې چې وي دې موضوع ته یوه قانوني د حل لاره پيدا کړي.» 

که څه هم اسلامي امارت په ځلونو د ورته ناستو پایلې ننګولي او د خپل استازي د ګډون غوښتنه یې کړې خو نړۍواله ټولنه بیا افغان حکومت پر دې تورنوي چې ګواکې د دوحې په هوکړه کې یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او د ښځو او افغان نجونو د زدکړو او کار حقونه یې  تر پښو لاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist