Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

کارپوهان: اسلام اباد هڅه کوي د کابل سیاسي او اقتصادي پالیسي تر خپلې اغیزې لاندې راوړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/23

له افغان کډوالو سیاسي ګټه اخېستنه او د فشار په توګه یې استعمال ، دافغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړول او د ترانیزیت پر وړاندې یې د بندرونو تړل او پر افغانستان د ترهګرۍ ملاتړ تورونه پورې کول د کابل پر وړاندې د اسلام اباد هغه وروستي سیاسي فشارونه دي چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې کارولي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان غواړي د سیاسي فشارونو ورادولو له لارې د افغانستان سیاسي او اقصتادي پالیسي ترخپل اغیز لاندې راولي.

د دوی په خبره، اسلام اباد هڅه کوي چې افغان لوری خپل تابع وګرځوي او نړۍ د پاکستان له عینکو افغانستان ته وګوري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان په افغانستان کې دوه مخی سیاست پرمخ وړي، پاکستان هڅه کوي چې کابل خپل تابع وګرځوي، د کابل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پالېسي باید د اسلام اباد تر اغېزې لاندې وي. ماته ښکاري په دې وروستیو کې پاکستان هڅه وکړه چې فشارونه زیات کړي ترڅو د طالب حکومت او د اسلامي امارت چارواکي تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د  دوی غوښتنو ته سر ښکته کړي او په ټوله کې نړۍ د پاکستان له عینکو افغانستان ته وګوري.»

کارپوهان وايي، پاکستان فکر کوي چې د سیاسي فشارونو پرمټ به افغان لوری دې اړباسي چې د دوی غوښتنې ومني.

دوی وايي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له وروستیو دریځونو او سیاستونو داسې ښکاري چې دغه هیواد په کابل کې ځواکمن او خپلواک نظام زغملی نه شي.  

د نړیوالو اړیکو کارپوه فضل هادي وزین وايي: « دا اقدام د دې لپاره کېږي چې د پاکستان حکومت غواړي د افغانستان سرپرست حکومت باندې فشارونه زیات کړي ترڅو د پاکستان غوښتنې ومني.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي، پاکستان داسې انګیرله چې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو سره به تر ډېره کابل د دوی ترسیاسي اغیز لاندې وي خو اسلامي امارت خپلواک او ځواکمن مرکزي نظام جوړکړی چې اوس یې اسلام اباد اندیښمن کړی او د مخالفت لار یې غوره کړې.

د ځاځي په خبره، اسلامي امارت د پاکستان هغه خوبونه په اوبو لاهو کړي چې د جمهوریت له سقوط وروسته یې د افغانستان په تړاو لیدل.

ځاځی زیاتوي: « دوی (پاکستان) پر افغانستان سیاسي فشارونه وارد کړي او هغه خوب یې چې لیدلی و چې کله که اسلامي امارت واک ته ورسېږي د دوی هره غوښتنه به په افغانستان کې ومنل شي؛ خو پاکستان دې دغه ارمان له ځانه سره ګور ته یوسي. اوس د هر افغان مسوولیت دی چې د خپل هېواد په وړاندې تاریخي مسوولیت ادا کړي او هېڅکله اجازه ورنه کړي چې زموږ په خاوره کې پنجاب نوره لاسوهنه وکړي.»

پاکستان د خپل ۷۵ کلن تاریخ په موده کې له افغانستان سره مخالفت کړی او خپلو افراطي ګټې یې پاللي دي.

په ټوله کې د پاکستان په تړاو نظر دادی چې دغه هېواد د ترهګرۍ پالنې او روزنې له لارې خپل ګاونډيان او ان سیمه نا ارامه کړې، خو اوس خپله پړه پر افغانستان اچوي او غواړي چې نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist