Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرغزې د اسرائیلو بریدونو یوه میاشت پوره شوه

اسرائیلو او حماس غزه کې پر لنډمهاله اور بند هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/23

د اکتوبر له اوومې راهيسې چې په غزې کې پر حماس د اسرائیلی ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري، د ماشومانو او ښځو په ګډون څه باندې ۱۴زره فلسطیني وګړي په کې وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

تازه قطر اعلان کړی، چې د بشري ناورین مخنیوي لپاره يې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند هوکړه شوې.

د قطر بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ياد اوربند په لړ کې به دواړه لوري برمته کړي کسان سره تبادله کوي.

د قطر لومړی وزیر محمد ابن عبدالرحمن آل ثاني ویلي:« موږ له خپلو همکارانو مننه کوو، چې په غزه کې یې د بشري ناورین مخنیوي لپاره مرسته کړې او په ځانګړې توګه امریکا او مصر. موږ هېله من یو چې دا به یو هر اړخیز او دوامداره تړون رامینځته کړي، څو خونړي بریدونه په کې ودرېږي.»

د دې لنډمهاله اوربند په تړاو حماس ډلې ویلي، ۱۵۰فلسطیني ښځې او ماشومان به د اسرائیلو له بنده ازاد شي، خو د يادې ډلې په خبره پر دې برسیره به له اسرائیلي ځواکونو سره جګړه دوام ولري.

حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه وايي:« په دې لنډ مهاله اوربند کې به ۱۵۰ فلسطیني وګړي د اسرائیلو له لاسونو ازاد شي، خو د دې ترڅنګ به پر غزې د اسرائیلي ځواکونو یرغل ورته د منلو نه دی او د غزې تر ازادېدو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.»

د اوربند له هوکړې وروسته اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي، دا څلور ورځنی اوربند یې له حماس ډلې سره د جګړې د درېدو په مانا نه دی او خپلو موخو ته تر رسېدو پورې به بریدونو ته دوام ورکړي.

نتنیاهو زیاته کړې:« د هر یرغمل شوي په ازادېدو سره به اوربند ورسره غځوي، خو پر دې برسېره به په سیمه کې تر هغې پاتې شي، څو د اسرائیلو پر وړاندې ګواښ نه وي ختم شوی.»

د راپورونو له مخې، په غزې کې د روانې خونړۍ جګړې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له اتو زرو زیات د غزې اوسېدونکي د اسرائیلو په زندانونو کې دي او څه کم ۲۰۰ اسرائیلي وګړي بيا د حماس ډلې لخوا د اکتوبر پر شپږمه نیول شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist