Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د غیر ساري ناروغيو له امله د مړينې کچه ۵۰ سلنه زياته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د غیر ساري ناروغيو له امله د مړينې کچه ۵۰ سلنه زياته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/02

د سپټمبر ۲۹ مه د زړه له نړیوالې ورځې سره برابره ده خو په کابل کې په دوه ورځني ځنډ سره «د زړه په اړه د زړه له کومې پوه شئ» تر شعار لاندې د عامي روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان له لوري ونمانځل شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي، په افغانستان کې د لوږې او فقر له امله د غیرې سارې ناروغیو د اخته کسانو مړ کېدو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې او پر دې ناروغیو د اخته کېدونکو کسانو شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې څو برابره زیات شي.

د يادو موندنو پر بنسټ که د غير ساري ناروغيو مخنیوی ونه شي، نو د دې امکان شته چې له امله يې د مړينې کچه ۷۰ سلنه زياته شي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر دل آرا منوال وايي:« خوشحاله یم، چې نن په افغانستان کې دغه ورځ نمانځو، خو په افغانستان کې د غېر ساري نارغيو له امله ۵۰ سلنه مړينه زياته شوې. دغه ساري ناروغیو کچه به تر ۲۰۳۰ پورې په چټکې سره پرمختګ وکړي او که چېرې یې مخنیوی پر وخت سره ونه شي، نو د مړينې کچه به له ۷۰ سلنې هم زیاته شي او د افغانستان ۴۸ میلیونه نفوس په منځ کې به ۶۰ سلنه ښځې له دې ناروغيو ومري.»

د عامي روغتیا وزارت مسوولین وايي، په پام کې ده چې د زړه ناروغانو د درملنې لپاره په کابل کې ځانګړې څانګه پرانېزي چې بشپړه درملنه به یې په کور دننه وشي.

په ورته وخت کې ډاکټران بې ‌وزلي، سګرټ څکول، سالمي تغذیه ته نه پاملرنه، په زياته اندازه د غوړيو کارول، مالګې زیاته استفاده او غیر سارې ناروغیو په تړاو د کمپاینونو نشتون د غیر سارې ناروغیو زیاتوالي عمده لاملونه بولي.

دوی ټينګار کوي چې باید له پاکو اوبو او سبزیجاتو په زياتې استفادې سره له يادو ناروغيو ځان وژغورل شي.

ډاکټر عبدالواحد صدیقي وايي:« هغه حل لارې چې زه یې وړاندیز کوم لومړی دا چې د ورکشاپونو، کنفرانسونو او تر ټولو ښه ځای جومات دی چې له دې لارو د خلکو عامه پوهاوی زیات شي، په جوماتونو کې دې ملایانو ته چې علمان دي دغه ټول مسایل وویل شي او له دې لارې دې تر خلکو ورسول شي، داسې به په لنډه موده کې ښه پایله ترلاسه شي. دویم دا چې خصوصي سکټورونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره په افغانستان کې د تخصصي روغتونو زمینه په ډېرو ښه امکاناتو برابرولی شو. زه هېله لرم چې د عامې روغتیا وزارت وکولی شي د زړه جراحي عملیاتونه ترسره کړي، د زړه د جراحي عملیاتو د یوه ناورغ لګښت ۱۵۰۰ ډالره کېږي.»

د عامي روغتیا وزارت دغه راز د قلبي ناروغیو د مخنیوي په خاطر د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتنه کوي، چې روغتیا دې له سیاست سره نه تړي بلکې له سیاست پرته دې له دوی سره مرستې زیاتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist