• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

 د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله له ۱۰ میلیونه افغانان سره مرستې بندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/07

شااوخوا دوه کاله کېږي چې نړیوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بد بشري وضعیت په تړاو اندېښنې مطرح کوي او له افغانانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام چې د مرستو د وېش ډېر مسوولیت پر غاړه لري یو ځل بیا ویلي، د بودیجې له کمښت سره مخ دي او اړ شوي څو له ۱۰ میلیونه افغانانو سره مرستې بندې کړي.

یاد پروګرام ویلي، د دوی د مرستو د بندیدو له امله ډېری زیان هغو کورنیو ته رسیدلی دی چې سرپرستې یې ښځې کوي.

یاد پروګرام زیاته کړې:« په افغانستان کې روان کال د بودیجې زیات کمښت له امله اړ شوي له ۱۰ میلیونه خلکو سره د خوراکي توکو برخه کې د ژوند ژوغورنې اړینې مرستې بندې کړي. په ټول هېواد کې چې زیات ځورېدلي او له مرستو بې برخې شوي هغه ښځې دي.»

جګړه، بد اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونه هغه ستر عوامل بلل کیږي، چې د افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د زیات فقر له امله اوس د افغانستان د نفوس درېیمه برخه وګړي د شپې په وږي نس ویده کیږي او د دې وضعیت مهارولو لپاره په بېړه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

یاد پروګرام زیاتوي:« داسې هېواد چې له اوږدې جګړې، ویجاړ شوي اقتصاد، او د اقلیم بحران کړېږي او دا وضعیت  ورځ تر بلې ورځ په کې خرابېږي، د نفوس درېیمه برخه یا ۱۵ میلیونه وګړي یې هره شپه وږي ويده کیږي. دا چې افغانستان له دغه حالت وژغورل شي، د خوړو نړیوال پروګرام په بېړنۍ توګه یو مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري او که بې غوري وشي، پایلې به یې د تصور وړ نه وي.»

کلونه کیږي چې نړیوال له افغانستان سره بشري او نورې مرستې کوي خو د افغانانو د ژوند ښه کیدو په برخه کې یې کوم ځانګړی بدلون نه دی راوستی.

د اقتصادي چارو شونکي په دې باور دي، چې د بهرنیو په مرستو دې تکیه نه کیږي او د دې پر ځای دې د کرنې، صنعت او کانونو برخې پیاوړې او پانګونه دې پرې وشي ترڅو اوسنیو اقتصادي ستونزو ته دایمي حل لارې پیدا شي.

دا چې په بازار کې د بهرنیو اسعارو کمښت او یا نه شتون د عامو وګړو ژوند تر څنګ په پولي او مالي نظام مستقیمې اغیزې لري، نو غوښتنه دا ده چې د دغو اسعارو راتګ ته دې لاره هواره او نور دې بهرنیانو ته بهانې په لاس نه ورکول کیږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist