Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/04

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.اېف.پي) وايي، اوس مهال په افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ پوره خواړه نه لري.

د یاد پروګرام  په خبره، ډېری کورنۍ له فقر سره مخ دي او نشي کولی چې د ژوند تېرولو لپاره ځان ته کافي خواړه برابر کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام د هغو زرګونو ماشومانو په تړاو هم انديښنه ښودلې، چې د کافي خوړو نه لرلو باجود هم د زده‌کړو په موخه ښوونځيو ته ځي.

یاد پروګرام زیاتوي:« په افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنيو ۹ هغه یې کافي خواړه نه لري، زده‌کوونکي په تش نس ښوونځیو ته ځي او دا ډېره ستونزمنه ده چې په لوږه دې زده‌کړې وشي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټېنګار کوي چې  سرپرست حکومت دې د فقر مخنيوي لپاره پر يوه داسې مکانېزم کار وکړي چې له مخې يې افغانانو ته کاري فرصتونه برابر او په خپل توان ځان او کورنۍ ته خواړه چمتوو کړي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي، په هېواد کې د فقر مخنيوي په موخه لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه تر لاس لاندې لري او هڅه کوي چې د لويو پروژو په پیلولو سره به د فقر او بې‌رزوګارۍ مخنیوی وکړي.

نظري زیاتوي:« اسلامي امارت د فقر ریښو له منځه وړلو او د افغانستان د خلکواقتصادي ژوند د ښه کېدو لپاره ستراتیژیک پلانونه لري. د لویو اقتصادي پروژو پر لاره اچول، د پانګونې جلب‌وجذب او د پراختیايي او پرمختیايي پروژو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه دي.»

له دې وړاندې د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ويلي ول چې په افغانستان ۲۹ ميليونه خلک له فقر سره مخ دي او له نړيوالو يې غوښتې چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنيوی وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist