Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امريکا استازو جرګه ۹ چارواکي له افغانستانه د ځواکونو اېستلو څرنګوالي په اړه استجوابوي

د امريکا استازو جرګه ۹ چارواکي له افغانستانه د ځواکونو اېستلو څرنګوالي په اړه استجوابوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/04

د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل او د تخليې پرمهال د کابل پر هوایي ډګر د ځانمرګي برید په پېښه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو قضیې د څېړلو لپاره، د ولسمشر جوبایډن ادارې ۹ چارواکي د کتبي مصاحبې له لارې استجوابوي.

د امریکايي رسنیو د راپورنو له مخې، په دې کسانو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د افغانستان لپاره د امریکا مخکينی سفیر جان بس او شپږ نور چارواکي شامل دي.

له دې کسانو غوښتل شوي، چې د روانې سپتمبر میاشتې تر اوومې پورې د دې موضوع په تړاو د جرګې د غړو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي:« د جوبایډن ادارې دغه کسان له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له شرمه ډکې وتنې په تړاو له ځان سره اړین مالومات لري. هغه بېړنۍ وتنه چې په پایله کې طالبانو ته له شرمه پر ډکې تسلیمۍ او د امریکا د ۱۳ سرتېرو پر وژنې او د ۴۵ نورو هغو پر ټپي کېدا منتج شوه، دا هغه څه وو چې مخنیوی شوني وه. دا یو لوی او نه ختمېدونکی ناورین دی.»

د مایکل مک کال پر مشرۍ د بهرنیو اړیکو کمېټې دغه پرېکړه د تېرې سې شنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر د پېښې له قربانیانو سره تر لیدنې او سلامشورو وروسته کړې.

په دې پېښه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنۍ د امریکا حکومت له افغانستانه د ځواکونو د وتنې پر ناسم مدیریت او له پېښې وروسته د خپلو تېروتنو پر پټولو او عادي ښودلو تورن کړی.

مککال دې کورنیو ته د پېښې د پوره څېړلو ډاډ ورکړی.

هغه زیاتوي:« زه تاسو سره ژمنه کوم چې د دې پېښې د څېړلو لپاره به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکې وجنګېږم او د حقیقت تر موندنې پورې به په دې لار کې خپله هېڅ راز هڅه دریغ نه کړم.»

د سیاسي چارو شنونکو په باور له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو څرنګوالی او اړوند مسلې د جمهوري‌پالو او ډېموکراټانو ترمنځ د سیاسي مخالفت برخه ده، چې افغانانو ته يې هېڅ ګټه نشته ده.

دوی وایي، امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ داسې بنسټیز کارونه نه دي کړي، چې افغانستان ته یې ګټه ورسي او له مله يې راتګ او لانجمنې وتنې عام امریکایان او سیاسیون له ابهام سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا د امریکایانو خپلې داخلي ناندرۍ دي او د افغانستان خلکو ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي. امریکایانو که د ټولنیز عدالت تامین غوښتلی حد اقل له مشرتابه څخه به یې پوښتنه کړې وه، چې تاسې ۲۰ کاله په افغانستان کې ووسېدئ، نه یوازې تاسې بلکې ستاسې پر مشرۍ ټوله ناټو هلته وجنګېدله، په افغانستان کې مو په لسګونو زره یا سلګونه زره خلک مړه او بې کوره کړل.»

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وايي: « دا د دوی خپل کار دی، د افغانستان د درد لپاره دوا نه شي جوړېدی. د امریکا پالېسي یو خاص څوک جوړوي او حکومتونه یې هغه پالېسي تعقیبوي؛ نو دا د وخت د حکومتونو د پالېسۍ هغه کړنه وه چې وشوله.»

یو شمېر نور بیا د امریکايي چارواکو دغه کړنې د خپل ولس د تېراېستنې هڅه ګڼي، چې په خبره یې په دې توګه غواړي په یو ډول پر خپلو تېروتنو پرده واچوي او له مسووليت ځان خلاص کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « په دې ورځو کې د امریکا مخکیني چارواکي له افغانستانه د امریکا نامسوولانه وتنې په اړه سپيناوی غواړي، زما په نظر د دې کار لپاره ډېر ناوخته دی چې څېړنه وکړي.»

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتنې په تړاو د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې څېړل داسې مهال دي، چې له دې وړاندې هم د دې کمېټې مشر مایکل مککال هم د يادې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist